اسلام آباد/پیښور: د پاکستان حکومت له لوري د غیرقانوني بهرنیانو پر ضد قانوني اقدام وروسته د هیواد له بیلو صوبو او سیمو کې میشت غیرقانوني افغان مهاجرینو افغانستان ته واپس د تګ لړۍ دوام لري
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وایی چې د ژمي له رارسېدو او د هوا د يخېدو سره سم هم په زرګونه افغانان چې پکې د کډوالو کارت لرونکي او پناه غوښتونکي هم شامل دي افغانستان ته روان دي، په داسې حال کې چې په افغانستان د انساني بحران یوه لویه ستونزه هم رامخي ته ده
د ملګرو ملتونو د نړیوال کډوالو اړوند ادارې یو این ایچ سي دفتر معلوماتو له مخې، یوازې په روان ۲۰۲۵ کال کې تر يو ميليون زيات افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي
د یو این ایچ سي آر په پاکستان کې استازې ، فلیپا کینډلر ویلي دي که حالت مناسب وای، دا به د خوښۍ خبره وه، خو د اوسنيو شرایطو لاندې دا د حل پرځای نورې اندېښنې رامنځته کوي
ستنېدونکي افغانان بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري
یو این ایچ سي آر وايي چې د پولو په تلو راتلو کې خپل حضور پراخ کړی دی، ځکه ډېری بېرته ستنېدونکي افغان کډوالو، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان په سخت یخ، ستړيا کې رارسیږي او دوی په داسې وخت کې عاجلې مرستې ته اړتیا لرونکي وي
دغه اداره او د هغې شریکان بیړنۍ مرستې برابروي، چې پکې شامل دي، لنډمهاله هستوګنځای
د ژغورنې لومړنۍ توکي ، د خوندیتوب او رواني ملاتړ خدمتونه ، خو د ژمي د سختېدو او د بشري مرستو د کمښت له امله د اړتیا او موجودې مرستې ترمنځ واټن په چټکۍ پراخېږي.
UNHCR خبرداری ورکوي چې که دوامداره او پراخ ملاتړ ونه شي، د پاکستان او ایران څخه د ستنېدونکو افغانانو د بېرته ادغام بهیر د څپاندې ستونزې لامل ګرځي، او خلکو ته به د بیا کډوالۍ خطر رامنځته شي
په افغانستان کې سخت اقتصادي او ټولنیز وضعیت
په افغانستان کې له هر لس تنو، نهه تنه د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، اقتصادي بحران، بېروزګاري او کمزوري عامه خدمات د افغان کورنیو حالت نور هم خرابوي.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان او ایران څخه ۲.۲ ميليون افغانان ستانه شوي، چې ډېری یې د ژوند د بیا جوړونې لپاره هيڅ امکانات نه لري، په راپور کې وایی چې وروستیو زلزلو دغه کړاونه او ستونزې نورې هم سختې کړي دي
یو این ایچ سي آر د ۳۵ ميليون ډالرو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي
د حکومتونو د مالي ملاتړ د کمېدو له امله، یو این ایچ سي آر له نړیوالو شخصي بسپنهورکوونکو غواړي چې لږ تر لږه ۳۵ ميليون ډالر د بېړنیو مرستو لپاره برابر کړي، څو بېوسه کورنۍ د ژمي له سختیو څخه خوندي پاتې شي
پاکستان دې پناه غوښتونکو افغان وګړو ته اجازه ورکړي: : یو این ایچ سي آر
یو این ایچ سي آر ټینګار کوي چې لا هم په پاکستان کې ګڼ افغانان د لوړې کچې د خوندیتوب اړتیاوې لري ، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د د تېر سیاسي یا امنیتي تړاو له امله ددوی ژوند ګواښونو سره مخ دي او په نښه کېږي، راپور کې وایی چې دا افغان وګړي حقوقي اسنادو، قانوني مشورې او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري
یو این ایچ سي آر د پاکستان له حکومت غواړي چې د ځانګړو خوندیتوب اړتیا لرونکي افغانان د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو له پلان آیی ایف آر پی څخه معاف کړي او اجازه ورکړي چې په امن سره په هېواد کې پاتې شي
راپور زیاتوي چې دغه کار به د پاکستان د میلمهپالنې تاریخي او اوږدمهاله دود لا پیاوړی کړي، کوم چې په تېرو څو لسیزو کې میلیونونه افغانان خوندي ساتلي دي
نورخبرونه: غیرقانوني مهاجرین: د نړۍ د هېوادونو لپاره جدي ننګونه، د پاکستان موقف تأیید شو