تازه خبرونه

افغان لوري ډرون برید: تاجکستان کې درې چینایی وګړي له منځه وړي

د افغان لوري برید په ۲۶م د نومبر ترسره شوې ، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وینا ترمخه دا برید ډرون په وسیله ترسره شوې دې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت برید غندلی او په سیمه کې د زیاتېدونکي ګواښ پر اړه یې اندېښنه څرګنده کړې

د تاجکستان په سرحدي سیمه د افغان خاورې څخه په دې برید کې درې چینایی وګړو ژوند له لاسه ورکړې دې

دوشنبې: د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان له خاورې د ډرون برید پخلی کړې، په ډرون برید کې  درې چينايي وګړي وژل شوي،    وزارت تایید کړې چې د ۲۰۲۵م کال د نومبر په ۲۶مه شپه د افغانستان له خاورې يو مرګونی سرحدي ډرون بريد ترسره شوی چې په ترڅ کې درې چينايي اتباع وژل شوي دي

د وزارت د معلوماتو له مخې، برید د ایل ایل سي شوشین ایس ایم په نوم شرکت د کارکوونکو پر کمپ د ختلون ولايت کې شوی، دغه سیمه له افغانستان سره نېغ په نېغه پر پوله پرته ده.

د تاجکستان د حکومتي اعلاميې په وینا، برید د بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) په وسیله ترسره شوی، چې په کې لاسي بمونه او بارود ځای پر ځای شوې وو، چې د برید د تخنیکي پرمختګ او وژونکي ماهیت څرګندوی دی

د وژل شویو درې واړو کسانو هویت د ایل ایل سي شوشین ایس ایم شرکت کارکوونکي او د چین اتباع په توګه اعلان شوی دی

تاجیک چارواکو برید په سختو ټکو غندلی او هغه یې د په افغانستان کې د  جنایي ډلو کار بللی دی

له افغان چارواکو څخه د ژر اقدام غوښتنه

دوشنبې خبرداری ورکړی چې تېر څو میاشتو کې د سرحدي ناامنۍ پېښې تکرار شوې، سره له دې چې تاجکستان هڅه کړې د پولو امنیت او ثبات خوندي وساتي، د بهرنيو چارو وزارت په بیړنۍ غوښتنه کې له کابل څخه د اغېزمن اقدام غوښتنه کړې

 تاجک لوری د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره دا بریدونه د ترهګرو ډلو عملونه بولي او له افغان واکمنو چارواکو غواړي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو پر پوله د ثبات او امنیت د ټينګښت لپاره جدي او مؤثر ګامونه واخلي

Related Articles

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د يوناما راپور د ترهګرۍ، ناقانونه وسلو د راتګ، او سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو بشپړ انځور نه ښيي

March 11, 2026

پاکستان څو ټانکرونو د راتګ سره د تېلو د ۳۰ ورځو ذخیره خوندي کړه، د سونګ توکو بحران یې مخنیوی وکړ او کورنۍ عرضه یې باثباته کړه

March 11, 2026

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *