تازه خبرونه

په امریکا کې د سپینې ماڼۍ تر څنګ ډزې: د نیشنل ګارډ دوه سرتېري سخت ژوبل شوي

د واشنګټن پولیسو افغان شکمن تن نیولې ، ویل کیږي افغان شکمن تن د نيمروز اوسیدونکی دی او د افغانستان په تیر حکومت صفر رینک کې سیکیورټی ګارډ پاتی شوی

1 min read

د امریکا په بیله بیلو ایالتونو کې د ناامنې او د ډزو پیښې رامنځه ته کیږي

نیول شوې افغان شکمن تن په کال 2021 کی د افغانستان طالبانو د رژیم وروستو امریکایانو د ځان څخه بوتللی وو فوټو کریډټ: رایټرز نیوز آژانس

November 27, 2025

واشنګټن : د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ترڅنګ د ډزو په یوه جدي پېښه کې د امریکا د نیشنل ګارډ دوه سرتېري سخت ژوبل شول، او افغان شکمن تن د پولیسو له خوا ونیول شو. د امریکا  ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه برید “ترهګریز عمل” بللی دی

پیښه د ماسپښین ۲:۱۵ بجې د سپینې ماڼۍ دوه بلاکه لرې رامنځته شوه، چې وروسته په سیمه کې امنیتي حالت سخت شو. د پولیسو په وینا نیول شوی کس په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته راغلې و او د ډزو وروسته په زخمي حالت کې ونیول شو

پولیس وايي چې یو نارینه او یوه ښځینه سرتېرې د لوړ امنیتي ګزمه‌کارۍ په چوکاټ کې پر سړکونو ګشت کاوه،  دغه ګشت د ولسمشر ټرمپ په دستور زیات شوی ترڅو د جرمونو مخه ونیول شي او د کډوالۍ قوانین سخت تطبیق شي

د ډي سي پولیسو مرستیال مشر جیفري کیرول وویل چې بریدګر ناڅاپه له کونجه راڅرګند شو او بې له هر ډول خبرتیا څخه یې ډزې پیل کړې. ژوبل شوي سرتېري سمدستي روغتون ته انتقال شول او حالت یې نازک بلل شوی

شکمن تن  هم ټپي شوی، خو لا معلومه نه ده چې دا زخم د پولیسو د مقابلې په نتیجه کې دی که خپله یې ځان ټپي کړې . پولیسو وویل، په پېښه کې بل کوم بریدګر نه و

سیاسي او امنیتي غبرګون

ولسمشر ټرمپ چې د پېښې پر مهال فلوریډا کې و، سمدستي غبرګون وښود.

نوموړي وویل چې دا د کرکې، شرارت او ترهګرۍ عمل و او تایید یې وکړ چې نیول شوی تن  په ۲۰۲۱ کې د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو پر مهال پروازونو له لارې امریکا ته راغلی و

وروسته د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګست  اعلان وکړ چې د ولسمشر په امر ۵۰۰ نور نیشنل ګارډ سرتېري واشنګټن ډي سي ته لېږل کېږي

د ترهګرۍ د امکان څېړنه

د کورنیو چارو وزارت په وینا، لکنوال د افغانستان د خوست ولایت د لکن سیمې اوسیدونکی دی، چې په تاریخي توګه د حقاني شبکې سیمه بلل شوې او اوس مهال د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو یوه مخکښه سیمه ګڼل کیږي. فدرالي چارواکي د احتمالي ترهګریزو اړیکو او د دې برید د نړیوال ترهګرۍ د پېښې په توګه پلټنې کوي

ایف بي آی پېښه د ممکنه نړیوالې ترهګرۍ تر زاویې لاندې څېړي. د رسنیو د راپورونو له مخې مشتبه تن  ۲۹ کلن رحمان‌الله لکانوال دی چې ۲۰۲۱ کې امریکا ته داخل شوی و.پولیسو تر اوسه د برید هیڅ څرګند علت نه دی موندلی

په امریکا کې د مسلمانو ټولنو اندېښنې

د بریدګر افغان‌  پس منظر له څرګندېدو وروسته د امریکا مسلمانو ټولنو اندېښنه څرګنده کړه او له رسنیو یې وغوښتل چې تر رسمي څرګندونو مخکې له هر ډول اټکل څخه ډډه وکړي، حکومتي چارواکي وايي، د نوو معلوماتو له راڅرګندېدو سره کېدای شي د قضیې بڼه بدله شي

مرکزی ادارې خلکو ته  په  ارام پاتې کېدو او له افواهو څخه د ډډې کولو سپارښتنه کړې ده

نورخبرونه: ټرمپ ویلي دي چې جوبایډن بګرام هوایی ډګرسره د امریکایی وسلو پریښې دې

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *