تازه خبرونه

افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول:  افغانستان ته هره ورځ  ۲ ملین ډالره تاوان رسې

د افغانستان لوري بریدونو وروسته له ۱۲م اکتوبر څخه پاکستان د احتجاج په توګه افغانستان سره خپل ټول سرحدونه د تجارت پر مخ تړلي او نن په ۴۷ اووه څلویښتمه ورځ هم تړلي دي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جنګ پیلیدو په اړه افغان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ ډزو تاید کړې دې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د افغان لوري ترهګرو پر ضد د اقدام نه کولو وروسته کړکیچ رامنځته شوې دې او پوله نن په ۵۶مه ورځ هم تړلې ده

 کابل /اسلام آباد:  د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د بندیدو له امله د ۶ ميليارده ډالرو نه زيات افغان واردات په پاکستان کي بند پاتې شوی او  تاجرانو ته هره ورځ ۲ ميليونه ډالره زیان رسي . دا خبره د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډئ خونې پخوانی مشر خان جان الکوزي په افغانستان کی رسنیو ته کړې ده

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې ويلي، د پاکستان بندرونه او سرحدي لارو کې  د ۶ نه تر ۶.۵ ميليارده ډالرو په ارزښت افغان تجارتي توکي بند پاتی شوی  چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ سخت اغیزمن شوی

د  ګډې خونې د بورډ غړي خان جان الکوزي ویلی شاوخوا ۱۱ زره ۵۰۰ کانټينرونه چې بېلابېل افغان تجارتي توکي پکې بار دي او پخوا به د پاکستان له لارې انتقالېدل، تېرو ۴۷ ورځو راهيسې په کراچۍ، تورخم او سپین بولدک کې بند پاتې دي

د الکوزي په وينا، د دغو توکو د استعمال موده په پای رسېږي او خرابېږي، چې له امله يې افغان او پاکستاني تاجران له درنو مالي زیانونو سره مخ دي

نوموړي وويل چې توکي خرابېږي، او د دواړو غاړو تاجران هره ورځ نږدې ۲ ميليونه ډالره زيان سره مخ دي

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، تاجران تر اوسه له ۱۰۰ ميليونه ډالرو زيات جرمانې او نور مالي تاوانونه زغمي، چې اساسي لامل يې دغه اوږد ځنډ او بندښت دی

اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې دغه روان بندښت، د خوراکي توکو د بيې لوړېدل او د وارداتو کمېدل کولی شي د افغانستان بشري بحران نور هم ژور کړي او په لا زياته بې‌وسه خلکو دروند بار واچوي

په پاکستان کی هم وخت په وخت د پولی دېخوا سوداګر احتجاجونه کړی چی د تجارت لارې دی پرانستل شی خو مرکزی حکومت وایی د افغانستان زمکه د پاکستان په ضد کارول کیږی او فتنه الخوارج چی په خیبر پښتونخوا کی په ترهګر بریدونو کی ککړ دی د افغانستان خاوره کارولی کیږی خو افغانستان ددی څخه انکار کوی د تیرو ۴۷ اووڅلویښت  ورځو راهسی دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتی لارې بندې دی او دواړو اړخونو ته سوداګر مزدور کار خلک ډیر بد اغیزمن شوي دي او دوی له سختو مالي ستونزو سره مخ دي

نورخبرونه

افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

زموږ ستونزه افغان ولس سره نه افغان طالب چارواکو سره ده: پاکستان

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *