خېبرپښتونخوا : د خېبرپښتونخوا د اېکسایز او ټېکسېشن ادارې د چهارشنبې په ورځ د نشه يي موادو پر ضد خپل عملیات نور هم چټک کړي او په یوه ورځ کې یې پنځه لوی عملیات ترسره کړي دي. د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې له ۳۵ کيلوګرامه څخه زیات نشه يي مواد نیول شوي دي. دغه همغږي شوي عملیات د نشه يي توکو پلورونکو او قاچاق وړونکو پر وړاندې د صوبایي حکومت د صفر زغم تګلارې یوه برخه ده
د اېکسایز استخباراتو د څانګې د معلوماتو له مخې، چې مشري یې د صوبې انچارج سعود خان ګنډاپور کوله، د ورځې په اوږدو کې ترسره شوي عملیاتو کې آیس ، هیروئین او چرسو د رسولو او وېش له شبکو سره تړلي کسان هدف وګرځول. ټول شپږ تنه نیول شوي مشکوک کسان په موقع نیول شوي او پر ضد یې مقدمې ثبت شوې دي.
د عملیاتو جزئیات
لومړی عملیات: ۶،۰۰۰ ګرامه هیروئین او ۳،۰۰۰ ګرامه اېس (آیس) ونیول شول
دوهم عملیات: ۱۹،۲۰۰ ګرامه چرس او ۵۰۰ ګرامه اېس ضبط شول
درېیم عملیات: ۴،۸۰۰ ګرامه چرس ترلاسه شول
څلورم عملیات: ۵۰۰ ګرامه اېس ونیول شول
پنځم عملیات: د هزاره سیمه کې د یو تعلیمي ادارې زده کوونکو ته اېس رسوونکو دوو تنو نیول کېدو، ۱،۰۰۰ ګرامه اېس ورڅخه ترلاسه شول
د اېکسایز ادارې په وینا، د ټولو عملیاتو په ګډه نیول شوي توکي دا دي:
۵،۰۰۰ ګرامه اېس، ۶،۰۰۰ ګرامه هیروئین ، ۲۴،۰۰۰ ګرامه چرس ، د اړوند ادارې راپور ترمخه په ټولیز ډول ۳۵ کيلوګرامه نشه يي مواد په یوه ورځ کې ضبط شول
چارواکي وایي چې دغه عملیات به لا پسې دوام پیدا کړي او د ساحوي استخباراتو او عملیاتو بهیر به نور هم پیاوړی شي، تر څو د نشه يي موادو د قاچاق سلسلې په بشپړ ډول له منځه ولاړې شي او خلکو ته، په ځانګړي ډول زده کوونکو ته، به له نشه ی توکو څخه پاک چاپیرچل په لاس راشي
نورخبرونه: نوښار کې په پولیسو برید کې ککړ وسله وال له منځه وړل شوې