کابل/ترکی : د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د هند وروستي سفر وروسته د تجارتي هیئت په مشرۍ ترکی ته سفر کړی دی. هغه د ترکی لوړپوړو چارواکو او سوداګریزو مشرانو سره د لېدنو کتنو له لارې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمیزې امنیتي وضعیت او د افغانستان اړوند مسایلو په اړه خبرې کړي دي
عزیزي دا سفر په داسې مهال کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي کړکیچ تجارتي خنډونو او امنیتي اندېښنو له امله اړیکې ترینګلې دي. هغه د هند په پنځه ورځني سفر کې په نوي ډیلي کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، هوایي او ځمکنۍ لارې، او د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې وې
د راپورونو له مخې د ترکی حکومت به ډیر زر پاکستان ته د لوړپوړي هیئت سفر پلان کړی چې په کې به د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز امنیت او د افغانستان په اړه ځانګړې خبرې وشي. انقره غواړي چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ باوری فضا بیا رامنځته شي او په سرحدي سیمو کې روان اوږدمهاله کړکیچ ته د یوې دوامداره حل لار وموندل شي.
همدارنګه، د اکتوبر په ۲۸ د ایران په داخله غونډه کې د پاکستان د وفاقي وزیر داخله محسن نقوي او د طالبانو قائم مقام د داخله وزیر ابراهیم صدر ترمنځ د خوښۍ ډکې لیدنې ترسره شوې. استنبول کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پټې خبرې هم روانې وې، چې ښيي سفارتی چینلونه لاهم فعال دي
سیمه ییز پوهان وایي چې د عزیزی د هند او ترکی پرله پسې سفرونه د افغانستان د نوې ستراتیژۍ څرګندونه کوي، چې موخه یې د اقتصادي اړیکو پراخول او نړیوالی ستونزی کمول دي. په ورته وخت کې، پاکستان هم د سیمې د توازن د ساتلو لپاره د ترکی په ګډون د مهمو شریکانو سره په نږدې مشورتي خبرو بوخت دی
پوهان زیاتوي چې د اسلام آباد، کابل او انقره ترمنځ اوسني تماسونه ښيي چې د سیمې د ترینګلتیا کمولو، د سوداګرۍ د جریان ښه کولو او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي، خو وروستۍ پرمختګونه به په دې پورې تړلي وي چې افغانستان خپله خاوره د پاکستان پر ضد د وسله والو ګروپونو د فعالیت لپاره څومره محدودوي
نورخبرونه: زموږ ستونزه افغان ولس سره نه افغان طالب چارواکو سره ده: پاکستان