راولپنډي/اسلام اباد: د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ریاست (ISPR) د هېواد په کچه د روان کال د امنیتي عملیاتو په اړه بشپړ راپور خپور کړې دې ، د ډي جي ایی ایس پی ار لېفټیننټ جنرال احمد شریف چودري له مخې، په روان کال کې د امنیتي ځواکونو لخوا ټولټال ۶۷٬۰۲۳د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شوي چې پکې ۱۸۷۳ وسلهوال ترهګر له منځه وړل شوي دي
ډی جي ایی ایس پي ار وایي چې د روان کال په ترڅ کې د هېواد په کچه ۴٬۷۲۹ د ترهګرۍ پېښې رامنځته شوې چې تر ټولو زیاتې یې ۳٬۳۵۷ پېښې په خیبرپښتونخوا کې ثبت شوې دي
په صوبو کې د عملیاتو بشپړ راپور
بلوچستان کې د جنوري ۲۰۲۵ څخه تر اوسه ۵۳ زره استخباراتي عملیات ترسره شوي، کومه چې د ترهګرو پر ضد د اپریشن لوړه شمیره ده ، خیبرپښتونخوا کې په همدې موده کې ۱۲٬۸۵۷ عملیات ترسره شوي ، د خپور راپور ترمخه په هېواد کې د وسلهوالو پر ضد اقدامات په پرلهپسې توګه روان دي
د بارډر مینجمنټ په اړه ستونزې
ډي جي ایی ایس پي آر د افغانستان سره د سرحد د امنیت په تړاو څرګندونه کړې چې د د خیبرپښتونخوا او افغانستان ترمنځ د سرحد اوږدوالی ۱٬۲۲۹ کیلومتره دی ، په دې پوله ۲۰ بارډر کراسنګ پواینټونه شتون لري، دومره اوږدې پولې لپاره د بشپړ امنیتي څار لپاره د ځواکونو ظرفیت محدود دی
جنرال احمد شریف وویل چې په سرحدي سیمو کې په پوستو برید کولو سره د سمګلنګ ګاړي په پوله اړول کیږي، ټینګار ی کړې چې وس به پریکړه د خیبرپښتونخوا انتظامیه کوي چې قاچاق،سمګلنګ مخه ونیسي
د باج پیسې طالبانو له ځي
د ډي جي ایی ایس پي ار لوري په راپو رکې د سمګلنګ، باج اخستنې او ناقانونه وسایطو په اړه احصایې هم خپرې شوي دي
د ډي جي ایس پي ار له معلوماتو سره سم په خیبرپښتونخوا کې د باج یوه برخه افغان طالبانو ته رسېږي ، په راپور کې وایی چې په صوبه کې نږدې ۴.۵ لکه ناقانونه نان کسټم پېډ موټرې شتون لري
افغان مهاجرین چې واپس افغانستان ته لیږل شوي
د کډوالو په اړه په خپور بیان کې ویل شوي دي چې په ۲۰۲۴ کال کې ۳۶۶٬۰۰۰ افغان وګړي بېرته استول شوي او دغه رنګ په ۲۰۲۵ کې تر اوسه ۹۷۱٬۶۰۴ افغان وګړي بېرته افغانستان ته لېږدول شوي
د پاکستان ستونزه له افغان ولس سره نه ده
په راپور کې ویلې شوي د یچې ستونزه د افغان طالبانو له رژیم سره ده، د افغان ولس سره نه ده، مهمه ده چې یادونه وشی چې د ترکي استنبول په مذاکراتو افغان طالبانو رژیم تحریري ژمنه نه کوله چې دوی د ټي ټي پي پر ضد اقدام وکړي او هم دا ی لامل وو چې خبر تراوسه ناکامه دي
ډي جي آیی ایس پي آر په څرګندونو کې وویل چې ستونزه مو د افغان طالبانو له رژیم سره ده، له افغانستان او افغانانو سره مون کومه ستونزه نشته ، په افغانستان کې موجودې ډلې د افغان ولس حقیقي استازي نه دي. ټینګار ی کړې چې وینه او تجارت دواړه یو ځای نه شي کیدلې
هغه زیاته کړه چې چې پاکستان کله هدف وولي، په ښکاره یې مني او ملکي وګړي هېڅکله نه په نښه کوي
د ایف سي هیډکوارټر برید او د وادي تیراه سرحدي سیمه
د پاکستان پوځ ویاندې ادارې تایید کړې چې د پیښور آرمي پبلک سکول برید په څیر د پیښور ایف سي هیډکوارټر حمله کې ښکېله ډله هم له تیراه لارې راغلې وه ، ویاند وایی او ټینګار ی کړې چې تیراه سیمه له پخوا راهیسې د سمګلنګ او وسلهوالو د فعالیت مرکز پاتې شوې دې او د امنیتي عملیاتو پرمهال دلته میشتې ترهګرې ډلې ځایی خلک د پاکستان پوځ پر ضد هڅوي
ډي جي آیی ایس پي آر ترمخه طالبان وايي دټي ټي پي کسان له پاکستانه هجرت کړي او اوس زموږ میلمانه دي . ویاند وایی چې دا څنګه میلمانه دي چې وسلې هم لري او بریدونه هم کوي؟ که هغوی پاکستانیان دي، نو باید پاکستان ته وسپارل شي
نورخبرونه
افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل