کابل/تورخم: د افغان طالب چارواکو له لوري د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ،د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې، راپورد سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۴هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري
په راپور کې وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي
د اسلام کلا له لارې (۲۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۳) کورنیو سره مجموعًا (۱۸۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۷۰)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴)کورنیو سره مجموعًا (۲۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۸۱۴)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۴)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو، د سپین بولدک له لارې (۵۸۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۶۶)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
له سپین بولدک څخه (۳۷۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۴۴)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۲۹۳۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۱۳)کورنیو سره مجموعًا (۴۲۵۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۶۸۴۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۱۷)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي
د تورخم له لارې (۲۳۵)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۲۷۴)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي، له تورخم څخه (۱۲۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۸۰)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۲۵۲۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵۳)کورنیو سره مجموعًا (۱۲۵۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه وایی چې د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۹۸)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو
له کابل څخه (۱۰۳۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۰۱۷)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۶۷۵۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام لاندې ورکړل شوي
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۸۷۹)کورنۍ او (۴۷۹۴)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۱۵۳۹)کورنۍ او (۷۹۴۱)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۶۹۳)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۶۴۹)عــــدده
نورخبرونه: افغانستان کې بریدونه: پاکستان له افغان لوري تورونه په کلکه رد کړي