تازه خبرونه

افغانستان کې بریدونه: پاکستان له افغان لوري تورونه په کلکه رد کړي

پاکستان له افغانستان لوري لګول شوي تورونه بې اساسه بللي دي ، پاکستان وایی عام وګړي نه په نښه کوي
پاکستان له افغان لوري بریدونو وروسته په ۱۲ م اکتوبر افغانستان سره خپل ټول سرحدونه د سوداګرۍ پر مخ تړلي

د پاکستان لوري دا ښکاره دریځ دې چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد و نه کارول شي خو افغان طالب چارواکي دا نه مني

اسلام آباد:  پاکستان د افغانستان د فضایي بریدونو د ادعاوو په غبرګون کې بیان مخې ته راغلې دې ، اسلام‌اباد وايي  د افغان لوري دا تورونه بې‌اساسه دي

 پاکستان په افغانستان کې د یادو شوو فضایي بریدونو ادعاوې په کلکه رد کړي او هغه یې بې‌اساسه، د واقعیت خلاف او د غلطو معلوماتو پر بنسټ بللي دي

د افغان حکومت ویاند ملا ذبیح الله مجاهد دعوه کړې چې ګواکې پاکستان د خوست، پکتیکا، کنړ، برمل، مغلایي او اسدآباد په سیمو کې ډرون بریدونه کړي چې له امله یې د مرګ‌ژوبلې او مالي زیان راپورونه شته خو د پاکستان د دفاع وزارت سرچینې وايي چې پاکستان هیڅ ډول فضایي عملیات نه دي ترسره کړي او که یې عملیات کړي وای، نو په ښکاره او رسمي ډول به یې اعلان کړی وای.

 د ډي جي آیی ایس پي آر او عطا تارړ غبرګون

د وفاقي  حکومت د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ ویلي دي چې پاکستان جګړه یوازې د ترهګرۍ پر ضد کوي. موږ افغانستان کې ډرون برید نه دی کړی او نه پاکستان کله بې‌ګناه خلک په نښه کړي. زموږ پالیسي څرګنده ده ، هغه وایی  د ترهګرو پر مرکزونو  برید کوو او هغه هم په ښکاره کوو

همدارنګه، ډي جي آیی ایس پي ار  لیفټیننټ جنرال احمد شریف او امنیتي سرچینو هم تایید کړې چې د تېرې شپې په دریو افغان سیمو کې ترسره شوي بریدونه پاکستان پورې هېڅ تړاو نه لري.

  امنیتي کارپوهان: پېښې د افغانستان د کورنیو شخړو پایله ده

د امنیتي شنونکو په وینا، د یادو افغان سیمو د چاودنو تر شا د افغانستان دننه داخلي ستونزې، قومي او سیمه‌یزې کړکېچي سرچینې ولاړې دي. دوی وايي چې  دا ډول پېښې په افغانستان کې نن سبا په عام ډول کیږي او  امکان شته چې ځینې کړۍ د پلان له مخې د پاکستان د بدنامولو لپاره هڅې کوي

 کابل د ستونزو پړه په پاکستان اچوي

اسلام آباد وایی چې وس  کابل خپلو ستونزو  پړه پر پاکستان اچوي، پاکستاني چارواکي وايي چې افغانستان د اوږدې مودې راهیسې خپل داخلي بحرانونه په پاکستان پورې تړي او دا طریقه د اعتماد جوړونې پر ځای ستونزې زیاتوي. چارواکي زیاتوي چې  په سوشل مېډیا خپرېدونکې ځینې تصویرونه زاړه او بدل شوي دي،  د غلطو معلوماتو خپرول د افغان چارواکو دوامداره چلند ګرځېدلی دې

شنونکي باور لري چې د کابل اوسنی دریځ د هند د تبلیغاتي شبکو لخوا هم پر سوشل مېډیا ملاتړ کېږي ترڅو د پاکستان نړیوال حیثیت اغېزمن شي او پاکستان په نړۍ کې بدنام کړي خو دوی باور لري د هند دا هڅې به بریالې نه شي

د پاکستان ښکار دریځ

پاکستاني چارواکو ټینګار کړې  چې کله چې پاکستان اقدام کوي، نو ښکاره یې کوي. افغانستان کې د اکتوبر پېښه لا هم ښکاره مثال دی، چارواکو د خلکو او رسنیو نه غوښتنه کړې چې  په بې‌باوره سرچینو او افواهاتو تکیه ونه کړي او یوازې د مستندو او رسمي معلوماتو پر بنسټ قضاوت وکړي ترڅو د غلطو معلوماتو خپرولو مخه ونیول شي

نورخبرونه: پاکستان د قاچاق مخنیوي لپاره د افغانستان سره سرحد تړلې- کابل ی سخت اقتصادي ستونزو سره مخ کړې

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *