اسلام اباد: د افغانستان لوري د پاکستان پر سیمو په ۱۱ م اکتوبر د بریدونو وروسته پاکستان خپل ټول سرحدونو د احتجاج په توکه له ۱۲اکتوبر څخه د تړلو پریکړه وکړه ، یوازې د افغان کډوالو پر مخ ی سرحدونه خلاص ساتلې دي ترڅو افغان کډوال افغانستان ته واپس لاړ شي
انګریزئ ژبي ړرځپانړه بزنس ریکارډر د سرکاری مامورینو له قوله وایي پاکستان هر کال د پراخو قاچاقي فعالیتونو له امله له 3.4 ټریلیونو روپیو څخه زیات تاوان کوي، او د افغان ټرانزیتي مالونو د غیرقانوني “بیک-فلو” له لارې نږدې 1 ټریلیون روپۍ اضافي زیان هم رامنځته کیږي. چارواکي زیاتوي چې تړل شوې لارې هغه دي چې په تاریخي توګه د نشه یي توکو قاچاق، غیرقانوني وسلو او سرحد پار وسله والو فعالیتونو سره تړاو لري
هغوی ټینګار وکړ چې دغه محدودیتونه د اوږدمهاله ستراتیژۍ برخه ده چې د کلیدي تجارتي لارې بیا د دولت تر کنټرول لاندې راوستل، اقتصادي خپلواکي پیاوړې کول او ملي امنیت ټینګول په کې شامل دي
که څه هم د پاکستان کورني بازارونه تر ډېره خوندي پاتې شوي، ځکه د افغان قاچاقي توکي اکثر لوکس توکي وو، خو افغانستان له سخت اقتصادي زیان سره مخ شوی دی. د سرحد تړلو له امله تر اوسه کابل ته د 200 میلیونو ډالرو څخه زیات تاوان رسولي، چې یوازې د تورخم له لارې په یوه میاشت کې 45 میلیونه ډالره تاوان ثبت شوی دی. تر 5,000 زیات افغان ټرکونه په سرحد کې بند پاتې دي، او د تازه میوو او موسمي تولیداتو زیاتره برخه د پاکستان ته د ننوتلو په انتظار کې خرابه شوې ده
د افغان سوداګرو د ترانسپورت لګښتونه د 50–60٪ په کچه لوړ شوي، په ځانګړي ډول د ایران له لارې، چې فی کانټینر شاوخوا 2,500 ډالر اضافي لګښت راوړي. هغه توکي چې مخکې په 3–4 ورځو کې د کراچۍ له لارې افغانستان ته رسېدل، اوس د ایران له لارې 6–8 ورځې او د منځنۍ اسیا له لارې تر 30 ورځو یا زیات وخت نیسي، هم دې اوږد سفر او وخت له امله افغان سوداګر هم د زیاتو مالي زیانونو سره مخ دي
دغه بحران د افغانستان په پاکستان باندې دروند انحصار هم رابربنډ کړې
د افغانستان 70–80٪ سوداګري او د هغې له نیمایي څخه زیات درمل د پاکستان له بندرونو او ځمکني لارو تېرېږي. شنونکي وایي چې د افغانستان کمزوره اقتصاد د لوړ لګښتونو او اوږدو ځنډونو مقابلې توان نه لري
په افغانستان کې ټولنیز اغېزونه هم جدي دي. د قاچاق شبکې د ګډوډېدو له امله، له 200,000 زیات کسان چې د غیرقانوني سوداګرۍ، بیک-فلو او انډر انوایس شبکو سره تړاو لري خپل د عاید سرچینې له لاسه ورکړي دي. پاکستانی چارواکي وايي چې د دې شبکو ماتول به په اوږدمهاله توګه د نشه یي توکو، غیرقانوني وسلو او وسله والو مالي تمویل کمولو کې مرسته وکړي
برعکس، د پاکستان عرضه سلسلې د بدیل لارو، په شمول د چین سره د سي پیک تړلو لارې، له امله مستحکم پاتې دي
د اسلام آباد پالیسي جوړونکي باور لري چې راتلونکو ۵-۱۰ کلونو کې به د دې اقدام مثبتې اغېزې څرګندې شي، چې پکې د سرحدي امنیت ښه والی، د اقتصادي لیکج کمښت، او د منظم سرحد پار تجارت شامل دي. دوی همدارنګه وړاندوینه کوي چې افغانستان به اړ شي خپل تجارتي لارې ایران او منځنۍ اسیا ته پراخې کړي، چې په پایله کې یې اقتصاد پراخ او مستحکم کېدای شي
افغان طالبان باید د ضد سیاست پریږدي
شنونکي وایي، افغانستان اوس په یوه مهم پریکړې کې دی یا به وسله والې ډلې ته ځای ورکړي او د اقتصادي زیانونو بار به وزغمي، یا به له پاکستان سره همکاري وکړي ترڅو ثبات راولي او ګډ اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي
سیاسی شنونکي وایی افغان طالبان باید د ضد سیاست پریږدي او او پاکستان سره ژمنه وکړه چې وسله والو ډلو پر ضد اقدام وکړي ترڅو په پاکستان کې عام وګړي او امنیتي چارواکي خوندي شی او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارولو ته د پای ټکې کیښودل شي
نورخبرونه
د پاکستان روښانه دریځ: افغان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شي
افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي: د پاکستان دفتر خارجه