تازه خبرونه

د افغانستان  په پکتیکا،خوست او کنړ کې د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه

افغان طالب چارواکي ددې بریدونو پړه په پاکستان اچوي خو پاکستان وایی په ملکي وګړو بریدونه نه کوي
پاکستان غوښتنه کوي چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي

پاکستان دریځ روښان دې ،وایی د افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي

اسلام آباد/ کابل :  د پکتيکا، خوست او کنړ په سرحدي سيمو کې پر وسله‌والو د درنو بريدونو راپورونه راغلې دي،  طالبان پاکستان تورنوي، اسلام‌اباد وایی په ملکی وګړو بریدونه نه  کوي

 د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو د دوشنبې په شپه د يوې زورورې چاودنې د غږ راپور ورکړی، ورسره له مغلګۍ (ګربزو – خوست)، مرغه (برمل – پکتيکا) او سګۍ (اسعدآباد – کنړ) څخه د نورو چاودنو خبرونه هم ترلاسه شوي دي. دا ټول هغه سيمې دي چې د ملګرو ملتونو د څار ټيمونو له‌خوا  د ناقاونه ګرځول شو ډلو تحریک طالبان پاکستان او او جماعت الاحرار لپاره د یو مهم اسانتيايي دهلېز په توګه ثبت شوې دي

ځايي سرچينو  ایچ ټي این  ته وويل چې په دغو بريدونو کې هغه ځایونه په نښه شوي چې د حافظ ګل بهادر، نور ولي محسود او خراسانۍ ډلې له شبکو سره تړاو لري، او تر اوسه لږ تر لږه ۱۱ مړي او ټپيان راپور شوي دي.

د پېښې څو ساعته وروسته، د طالبان وياند ذبيح‌الله مجاهد په ایکس  ادعا وکړه چې په ګربزو، خوست کې د پاکستان ځواکونو د يو ملکي کس کور بمبار کړی او  ۱۰ کسان وژل شوي چې ۹ ماشومان او يوه ښځه پکې شامله ده ، هغه ځينې انځورونه هم خپاره کړل چې د ماشومانو مړي پکې ښودل شوي دي

اسلام‌اباد تر دې دمه د پېښې په تړاو هېڅ غبرګون نه‌دی ورکړی او ستراتېژيکه چوپتیا یې ساتلې

د یادونې ده چې جماعت الاحرار پرون په ۲۴م نومبر په رسمي ډول په پېښور کې د ایف سي ځواک  په مرکزي دفتر د  برید مسئولیت منلی و، د وړاندې په څیر پاکستان ددې رقم بریدونه  د افغان خاورې له لارې د پلان او همکارۍ ادعا کوي. سره له پرله‌پسې ډيپلوماتيکو هڅو، کابل تر اوسه د خوست، کنړ او پکتيکا په سيمو کې د ټي تي پي ، جماعت الاحرار  او حافظ ګل بهادر د پرانیستو مرکزونو په اړه عملي اقدام نه‌دی کړی

هغه دهلېز چې کلونه د وسله‌والو خوندي ځای ګڼل شوی

امنیتي شنونکي وايي چې په کورنيو سيمو کې د وسله‌والو شتون له کلونو راهيسې سيمه له ستونزو سره مخ کړې ده. د یوناما او سیګار  او نورو خپلواکو څېړونکو په راپورونو کې په ځلونو ذکر شوې چې د ټي ټي پي  او جماعت الاحرار جنګيالي په کورونو او نفوس لرونکو سيمو کې پټیږي  څو هدف ګرځېدل يې ستونزمن کړي او د هر بريد وروسته د “ملکي تلفاتو” کيسې خپرې کړي.

وروستي ټي ټي پي  داخلي لارښود هم خپلو جنګياليو ته امر کړی چې د خلکو په منځ کې پاتې شي. له همدې کبله، د ملکي تلفاتو ادعاوې تر ډېره سمدستي وروسته راپورته کېږي، که ثبوت ولري یا نه.

له ۲۰۲۱ وروسته تر اوسه د پاکستان پر ضد له افغان خاورې له زرو زيات بریدونه ترسره شوي، چې تازه څپه یې په خوست، خيبر، شمالي وزيرستان او بنو کې په وروستيو ۷۲ ساعتونو کې لیدل شوې

نا تایيد شوي انځورونه او د معلوماتو جګړه

ذبيح‌الله مجاهد له پېښې وروسته د ماشومانو د مرګ ادعا لرونکي انځورونه خپاره کړل، خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د وسله‌والو له لوري خپرېدونکي ډېری انځورونه يا پخواني وي يا له نورو جګړو اخيستل شوي وي. دا تاکتيک د ۲۰۰۱ وروسته جګړو کې هم په پراخه کچه کارول کېده.

يو پاکستاني امنیتي چارواکي وویل چې پر پاکستان د بريدونو منسوبول پرته له ثبوت څخه یوازې تمثیل دی ، مستند شواهد راوړئ، نه زاړه عکسونه. پاکستان پر ملکيانو برید نه کوي؛ د ترهګرو د مرکزونو پر ضد عملیات کوي

چاپلوس انځورونه د سوریې او غزه  له پېښو څخه د بيا کارونې په ډول په ځلونو ثبوت شوي دي.

اسلام‌اباد وايي که هر ډول اقدام شوی وي، نو یوازې د ضد پاکستان وسله‌والو شبکو پر ضد وي، نه پر ملکيانو. پاکستان په بیا بیا  د کابل نه غوښتي چې د ګډو پلټنو ميکانېزم فعال کړي، خو دا غوښتنې تر ډېره بې‌ځوابه پاتې شوې دي

حساس ډيپلوماتيک پړاو او زیاتېدونکي بریدونه

پرون او وړمه ورځ د ترهګريزو بریدونو زیاتوالی د هغه وخت سره سمون خوري چې ترکیه، سعودي عربستان او ایران د افغانستان پاکستان د پوله‌ساتنې لپاره د منځګړیتوب پر جوړ چوکاټونو کار کوي. تاريخ ښيي چې کله پر کابل د نړيوال فشار څپې پیاوړې شي، نو ټی ټي پي او جماعت الاحرار  خپل د بریدونو  شدت زیاتوي

له نومبر ۲۰۲۵ د استانبول له پړاوونو وروسته، پاکستان له څو بریدونو سره مخ وو
په اسلام‌اباد کې ځانمرګی برید د ضلعي محکمې مخې ته، پاک افغان سرحد سره نزدې د وانا پر یو کیډټ کالج برید او د ټي ټي پي او داعش خراسان ډلې یو شمیر نور بریدونه

د پاکستان چارواکي وايي په ځينو پېښو کې افغان وګړي نيول شوي، خو خپلواک تصدیق روان دی، یو این څار راپورونه بیا هم د خوست–بَرمَل–کنړ سيمه د ټي ټي پي او جماعت الاحرار  د تګ راتګ اصلي دهلېز بولي، او پرونني بریدونه هم له همدغو لارو سره سمون خوري.

د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو پر ضد د پاکستان دریځ

اسلام‌اباد د سولې دوام د کابل په عملي ګامونو پورې تړلی، پاکستان ټينګار کوي چې د پائدار امن لپاره کابل باید د  ټي ټي پي او جماعت الاحرار مرکزونه وتړي او ددوی پر ضد اقدام وکړو، د پټ تګ راتګ شبکې ووهي ، د ګډو پلټنو ميکانېزم فعال کړي او د  ناپیژندل شوي تبليغاتي ادعاوو پر ځای شفاف معلومات وړاندې کړي

اسلام‌اباد وايي تر هغې چې بنسټیزې ستونزې حل نه شي، د بریدونو، انکار او پرله‌پسې تورونو سلسله به دوام ولري او سرحدي سيمه به نوره هم بې‌ثباته کېږي، دا يوه مخ پر پرمختګ کیسه ده؛ نور جزئيات به  ی وروسته خپاره شي

نورخبرونه: نړیوالو هیوادونو د افغانستان په اړه اندیښنې څرګندې کړي

 افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي: د پاکستان دفتر خارجه

د طالبانو هند ته تلل لنډ مهاله حل- اوګد محاله ستونزی

Related Articles

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

لنډي کوتل ته راغلي سیلانیانو له اړوند ادارو غوښتي چې په لنډي کوتل کې دې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

January 26, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې

January 26, 2026

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې

January 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *