اسلام اباد: د نړۍ بیله بیلو هیوادونو په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو په اړه د سختو اندیښنو څرګندونه کړې ده او ویلي ی دي چې دا ترهګرې ډلې د منځنۍ آسیا او سیمه ایزو هیوادونو د امنیت لپاره لوی ګواښ دې
د افغان جریدې افغانستان انټرنیشنل د راپور له مخې، په افغانستان کې فعالو ترهګرو شبکو په اړه نړیوالو سازمانونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده، په دې وروستیو کې په تاشقند د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې فعالو ترهګرو په اړه خبرې وشوې او په دې ژوره اندیښنه څرګندنه شوه چې دا ډلې د سیمې د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دې
د افغانستان انټرنیشنل راپور ترمخه د ایس سي او ریجنل انټي ټررېسټ سټراکچر ۱۱مه غونډه د نومبر په ۲۰ او ۲۱ نېټه په تاشقند کې وشوه. په غونډه کې د ملګرو ملتونو، د امنیت او همکارۍ لپاره د اروپا سازمان انټرپول او ګڼو نورو نړیوالو ادارو استازو ګډون کړې وو
د کانفرنس پر مهال د ترهګرو د شبکو د جذب هڅو مخنیوي، د عام وګړو د ترهګرې او سخت دریځې پر لور رابللو او د سایبري امنیتي ګواښونو د مقابلې اړوند بحثونه وشول او دې ستونزې د هوارولو لپاره د یوې پریکنده لار خپلولو باندې هوکړه وشوه
د انټي ټررېسټ سټراکچر د مشر اولاربیک له بریفینګ سره سم، د ایس سي او عضوي هېوادونه باور لري چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې ورځ تر بلې فعالې کېږي، او د نړیوالو ترهګرو شبکو فعالیتونه په افغانستان او سوریه دواړو کې زیات شوي دي
د اولاربیک په وینا، دغه ډلې د حملو لپاره پلانونه جوړوي، په منځني اسیا کې د “سلېپر سیلونو” د جوړولو هڅې کوي ، د مالي فنډونو د راټولولو دایره پراخوي او ترهګریز پلانونو جوړولو او بریدونو کولو لپاره د دریمو هېوادونو جعلي اسناد کاروي
راپور زیاتوي چې د کانفرانس برخهوالو نړیوالو ادارو هم په افغانستان کې د ترهګرو شبکو د پراخېدونکي خطر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ګډو نړیوالو امنیتي اقداماتو اړتیا یې یاده کړې ده
دلته دا هم باید یادونه وشی چې پاکستان حکومت لوري په ملګرو ملتونو کې او په بیله بیلو نړیوالو فورمونو باندې په پاکستان کې د ناقانونه ګرځول شوو ډلې د ګوښونو په اړه روښاه دریځ وړاندې کړې دې او ددې دریځ ی بیا بیا تکرار کړې دې
امریکا ، اروپایی او د نړۍ یو شمیر هیوادونو د پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه ددې دریځ تاید کوي او د نړۍ لپاره دا ترهګرې ډلې یو لوی ګواښ بلي
نورخبرونه: افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي: د پاکستان دفتر خارجه