پېښور: د پېښور ښار صدر سیمې کې د فیډرل کانسٹیبلري هیډکوارټر باندې نن د ګل په ورځ برید شوې دې . د برید له راپورونو وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه په ستره کچه سیمې ته رسېدلي دي او سیمه کې کلابنده کړې ده
د پېښور سی سي پي او، میاں سعید، رسنیو ته ویلي چې سیمه یې په بشپړه توګه کلابنده کړې او دترهګرو پر ضد عملیات روان دي
سی سي پي او وايي، چې زه خپله عملیات رهبري کوم، دا مهال فائرنګ روان دی او امنیتي ځواکونو سخت ځوابي اقدام پیل کړی دی
پولیسو مشر وایی دا برید ځانمرګي برید وو
د ایف سي هېډکوارټر د مین ګیټ مخې ته ځانمرګی چاودنه شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې درې د ایف سي سرتېري شهیدان شوي، او دوه نور د ایف سي سرتېري ټپیان دي
د چاودنې وروسته پولیس، ایف سي او د پاک پوځ ځانګړو کمانډو ځواکونه سیمې ته په چټکۍ سره رسېدلي . امنیتي چارواکي وایي چې ځواکونو په وخت اقدام کړی او دوه نور برید کوونکوي ی ځای پر ځای وژلي دي
سي سي پي او ډاکټر میاں سعید احمد رسنیو ته ویلی دي چې په اړوند سیمه کې د صفایی آپریشن روان دی او د خطر د بشپړ له منځه وړلو لپاره هره برخه پلټل کېږي. د پېښې نور جزیات به وروسته شریک شي
بیړنی خبر – د پېښور په صدر کې د سرحدي ځواکونو FC د مرکز مخې ته برید او چاودنه
— HTN Pashto (@htnpashto) November 24, 2025
د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار د صدر په سیمه کې نن سهار د پاکستان د سرحدي ځواکونو (Frontier Corps) د مرکزي دفتر مخې ته درنه چاودنه شوې ده. د پېښې له رامنځته کېدو سره سم امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې pic.twitter.com/LSGScnUxK2