اسلام آباد: پاکستان په نړیوال سنوکرورلډ کپ سیمي فاینل په مقابله کې هند ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته اووت
د پاکستان سنوکر ټیم ورلډکپ په سیالیو کې د هند قوي ټیم ته ۱-۳ په حساب ماتې ورکړه او د سیالۍ فاینل مرحلې ته ی لار وومونده
د سیمي فاینل په لومړي سنګل مېچ کې پنکج اډواني د پاکستان لوبغاړي اسجد اقبال ته ماتې ورکړه او هند ته لومړنې بریال ترلاسه شوه، خو دوهم سنګل کې محمد آصف د برجیش داماني پر وړاندې مهمه بریا ترلاسه کړه او سیالي یې په یو ـ یو مساوي کړه
وروسته، د ډبل مېچ په پړاو کې اسجد اقبال او محمد آصف د هند یوځای لوبېدونکي پنکج اډواني او برجیش داماني ته ماتې ورکړه ، محمد آصف په ټوله سیالۍ کې نه ستړی کېدونکی رول ولوباوه، هغه نه یوازې دواړه سنګل مېچونه وګټل، بلکې د ډبل په بریا کې یې هم مرکزي رول ادا کړ
په وروستي ریورس سنګل کې هم محمد آصف یو ځل بیا د هند د وتلي لوبغاړي پنکج اډواني پر وړاندې هم خپله بریا خپله کړه او پاکستان لپاره ی فاینل لوبې ته لار هواره کړه