تازه خبرونه

بنو کې د ګډو امنیتي عملیاتو پر مهال ۱۷ وسلوال وژل شوي

د بنو په عملیاتو کی چارواکی وایی د وسله والو څخه درنه او سپکه وسله هم ترلاسه شوی

1 min read

بنو کې د ګډو امنیتي عملیاتو پر مهال ۱۷ وسلوال وژل شوي

د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکي وایی چې بنو په شمول نورو سیمو کې هم د ترهګرو پر ضد عملیات روان دي

November 22, 2025

بنو د پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګې په ګډون امنیتي ځواکونو د پنجشنبې او جمعې په ورځ د بنو په بېلابېلو سیمو کې پرله‌پسې ګډ عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې ۱۷ وسلوال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي چې د عملیاتو پر مهال د وسلو او چاودېدونکیو موادو یوه ستره زېرمه هم ترلاسه شوې دی
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر آیی جي پي ډاکټر ذوالفقار حمید وویل، عملیات د شېري خېل، پکه پاهړ خېل، نصر خېل، هواېد بنو او ډومیل په سیمو کې د باوري استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شول. د لکي پولیسو، سی ټي ډي بنو، امنیتي ځواکونو او سیمه‌ییزو امن کمیټو په ګډه د لوړې دقت سره دا عملیات ترسره کړل.

د آیی جي پي په وېنا، د شېري خېل او پاهړ خېل په سیمو کې د فتنۀ الخوارج لس وسلوال وژل شوي، پنځه ټپیان شوي او یو همکار یې ژوندي نیول شوی دی. ، فتنه الخوارج هغه نوم دی چې دولت د ټي ټي پي اړوند وسله‌والو ته کاروي چې له افغانستانه فعالیت کوي. د لسو وژل شویو کسانو نه، اووه جسدونه سمدستي ترلاسه شوي او د درېیو نورو د موندلو لپاره ناهموارې سیمې وخت ونیو

په ډومیل کې د اتو ساعتونو پرله‌پسې نښته کې شپږ سخت‌دریځه ترهګر وژل شوي او د وسلو، مهماتو او مخابراتي وسایلو یوه لویه زېرمه ترلاسه شوې ده.

په نصر خېل سیمه کې د پولیسو، سي ټي ډي او امن کمیټو ګډ عملیاتو یو لوړپوړی ترهګر له منځه یووړ، او په هواېد بنو کې د خلکو همکارۍ وسله‌وال د تېښتې ته اړ کړل، چې دا د ولس له لوري د ترهګرۍ پر ضد قوي مقاومت ښيي. د ټي ټي پي درې مهم قوماندانان ، اریانا، نیاز علي (اکاشه) او عبدالله (شپونکوئ) هم ووژل شول چې دې ډلې ته ستره ضربه بلل کېږي.

د یوې سترې پېښې مخنیوې

په بله اړونده پېښه کې پولیسو د ابشار چوک په سیمه کې لس کیلوګرامه بم چې په دغوړیو ټین کې ځای پر ځای شوی و، خوندي ناکاره کړی د مرستیال سیمه‌ییز پولیس مشر ډي ایی جي سجاد خان د بي دي یو ټیم ستاینه وکړه چې په وخت یې د یوې سترې انساني تاوان مخه ونیوله.

ایی جی پی ذولفقار حمید وایی موږ به ترهګر په هر پټ ځای کې تعقیبوو. عملیات به تر هغه دوام کوي چې وروستی ترهګر هم له منځه ولاړ شي

چارواکو زیاته کړه چې فتنه الخوارج لخوا پر پلونو، سړکونو، ښوونځیو، جوماتونو او عامو خلکو بریدونه د هغوی ضد‌انساني او ضد‌اسلام اجنډا ښيي، چې دا ځل د دولت ځواکونو او ولس په ګډه په کلکه ځواب ورکړ

د ولس ملاتړ
د عملیاتو پر مهال د پولیسو، سي ټي ډي او نورو ځواکونو او سیمه‌ییزو کمیټو ګډو هڅو د پولیسو د صفر تلفاتو ترڅنګ د ترهګریزو شبکو د بې‌وسه کولو زمینه برابره کړه. ځایي خلکو د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ، د فتنه الخوارج د وېرې او ورانکارۍ نظریه یې رد کړه او د سیمې د امنیت لپاره یې مهم رول ولوباوه

Related Articles

قاضي فرید خان عليزئی د ترهګریزو پېښو په تړاو د نیول شوي داعش غړي څخه د لا پلټنو لپاره د ملزم د جسماني ریمانډ غوښتنه ومنله

December 20, 2025

اسلام‌اباد محکمې د سعودي عربستان له سفره ترلاسه شوې د بلغاري قیمتي ګاڼو د نه جمع کولو په قضیه کې پخوانی وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشری بي بي مجرم وګرځول شول

December 20, 2025

د هند پولیس وایی ککړ تن ساجد اکرم په حیدراباد کې زېږېدلی او وروسته استرالیا ته تللی، په تېرو شلو کلونو کې یې څو ځله هند ته سفرونه کړي

December 20, 2025

اسلام‌اباد وايي له افغانستان خاورې ترسره شوي برید کې په شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني سرتېري شهیدان شوي او د افغان سفارتي استازي ته سخت پیغام ورکړل شوی

December 20, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *