پیښور: خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو عملیات؛ د هندي ملاتړ لرونکي فتنهالخوارج ۱۳ ترهګر له منځه وړل شوي دي، په بیله بیلو سیمو کې وس هم اپریشن دوام لري
د پاکستان ویاندې ادارې آیی ایس پي آر ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د هندي پراکسي فتنهالخوارج ۱۳ ترهګر له منځه وړل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې آئی ایس پی آر راپور له مخې، امنیتي ځواکونو د نومبر په ۲۰ او ۲۱مه نېټه په خیبر پښتونخوا کې دوه جلا عملیات ترسره کړل چې په پایله کې ی مهم کمانډران هم له منځه وړل شوي دي
د آئی ایس پی آر د معلوماتو له مخې، لومړۍ ځانګړې عملیات د لکي مروت د پېر خېل په سیمه کې د دقیقې استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شول، چې په کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د قانون پلي کوونکو ادارو سرتېرو هم ګډون درلود.
په عملیاتو کې هغه مهال سخته نښته رامنځته شوه چې د هندي پراکسي فتنهالخوارج وسلهوال په هدف شوي ځای کې موجود وو. د شدیدو ډزو په تبادله کې د ډلې ۱۰ وسلهوال ووژل شول او د دوی مرکز په مؤثر ډول له منځه یووړل شو
د آئی ایس پی آر په وینا، امنیتي ځواکونو دویم عملیات د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې ترسره کړل چې په کې د وسلهوالو او ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۳ نور خوارج ووژل شول
د وژل شویو ترهګرو څخه وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي. راپور زیاتوي چې دغه وسلهوال د امنیتي ځواکونو او بېګناه ملکي وګړو د هدفي وژنو په عامو پېښو کې لاس درلود.
آئی ایس پی آر ټینګار کوي چې د عزمِ استحکام تر چتر لاندې د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه به ځنډ او امتیاز نه لري او د هېواد څخه د بهرني ملاتړ لرونکې ترهګرۍ ناسور به په بشپړ ډول له منځه یووړل شي.
بنو کې د ټي ټي پي مهم کمانډر هم اووژل شو
بنو کې د سیمې یو ډېر مطلوب او د امنیتي ځواکونو لپاره د اوږدې مودې راهیسې سرخوږي ګرځېدونکی د تحریک طالبان پاکستان لوړ پوړي کمانډر رسول غنی چې د کمانډر آریانا پائندہ خیل په نوم هم پېژندل کېده، نن سهار شاوخوا ۱۲ بجې د پائندہ خیل کلي ډومیل کې د یو هدفمند چاپې او لټون عملیاتو پر مهال له خپلو څلورو نږدو ملګرو سره یو ځای له منځه یووړل شو.
د امنیتي سرچینو په وینا، د عملیاتو مهال د امنیتي ځواکونو او ځایی د امن ملیشې د کمانډر رسول غنی پر پټنځي دقیق استخباراتي معلومات تر لاسه کړل او هغه د یوې ودانۍ دننه په بشپړه توګه محاصره کړای شو.

د محاصرې پر مهال کمانډر او د هغه وسلهوالو سخت مزاحمت وکړو خو دا لوړې کچې هدف په مؤثره توګه د خپلو څلورو نورو وسلهوالو ملګرو سره یو ځای ووژل شو. یوه سرچینه زیاتوي چې رسول غنی هماغه کس و چې څو وخت مخکې یې د بنوں کینټ له سیمې د غواګانو غلا کولو پېښه کې هم ککړو وو چې له هغې وروسته د امنیتي ادارو په لومړیتوب لېست کې شامل شوی و
نورخبرونه
خیبر پښتونخوا کې ترهګري: د ترهګرۍ پیښو مهم رپورټ جاري شوې
د پاکستان او افغانستان امن خبرو ملاتړي یو: وزیراعلی سهیل افریدي