تازه خبرونه

د افغانستان اقتصادي پرمختګ: په واخان لار افغانستان چین سره نښلول کیږي

د افغانستان چارواکو لوري په واخان سرک باندې تعمیراتي کارونه چټک شوي دي
افغانستان د تجارت وزیر نن سبا د هند په سفر تللې دې

کارپوهان وایی چې د واخان سرک په جوړولو سره به افغانستان له چین سره وصل شی او دې سره به افغانستان په اقتصادي توګه زیات پرمختګ وکړي ................. Photo: Simon Urwin / BBC News

کابل:  په داسې وخت کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د هند پر سفر تللې چې د هند او افغانستان په اقتصادي پرمختګ خبرې او ژمنې وکړي د افغانستان په  واخان دهلېز کې د سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

مهمه ده چې یادونه وشی چې د واخان کوریډور له مخه به  افغانستان د لومړي ځل لپاره په مستقیم ډول له چین سره ونښلول شي . چارواکي وایي، د دې نوې ترانزیټي لارې په فعالېدو سره به هېواد د نړیوالو سوداګریزو لارو مهم مرکز شي او افغانستان به د لوی اقتصادي پرمختګ په لور په عملي توګه مزل وکړي

د اقتصادي چارو شنونکي باور لري چې د واخان دهلېز د پرانیستلو وروسته به د چین ـ منځنۍ اسیا او د سویلي آسیا ترمنځ د مالونو لېږد لپاره یوه لنډه، ارزانه او خوندي لاره رامنځته شي. د دې مسیر له لارې تمه کېږي چې افغانستان به هر کال میلیاردونه ډالر عواید ترلاسه کړي.

د افغانستان اړوند ادارې چارواکو ترمخه اوس مهال د سړک جوړولو چارې له پلان سره سم پر مخ روانې دي او مسؤلین ډاډ څرګندوي چې پروژه به په ټاکلي وخت بشپړه شي. چارواکي زیاتوي چې  د دې لارې په فعالېدو سره به افغانستان د سیمې د ترانزیټ په ستر اقتصادي مرکز بدل شي.

مهمه ده چې یادونه وشی چې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیز د نوي ډیلي په سفر تللې دې، په نوي ډیلي کې ی تجارتي نندارتون لیدنه کړې چرته ی چې د افغانستان سوداګریزو توکو د سټال لیدنه هم کړې ده او افغان سوداګرو سره ی هم لیدنه کړې ده

یاد افغان وزیر افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړې چې ددوی ستونزې به له اړوند هندي چارواکو سره ترخبرو لاندې راولي ترڅه د افغانستان او هند ترمنځ تجارتي اړیکې نورې هم قوي کړي

نورخبرونه: د افغانستان سوداګرۍ وزیر د هند په نوي ډیلي کې سوداګریز نندارتون دوره کړې

Related Articles

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل

January 13, 2026

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست مفتي نوراحمد د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړه چارواکي آنند پرکاش سره مهمه لیدنه کړې ده

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *