هندوستاني رسنیو د ډیلي د چاودنې د شکمن کس په نوم یوه ویډیو خپره کړې ده، خو د عدلي ارزیابۍ او تکنیکی څیړنو وروسته څرګنده شوې چې ویډیو جعلې ده او د مصنوعي ذهانت په وسیله جوړه شوې ده
څیړنی ښيې په دغه ویډیو حرکت د انسانی جسم یا اندامونو د حرکت څخه بالکل مختلف دی د ویډیو د شونډو حرکت، د بدن حالت او د لفظونو تسلسل له یو بل سره سمون نه لري.
په ویډیو کې د ځانمرګي بریدونو ستاینه ښودل شوې، په داسې حال کې چې اسلام ځان وژنه او د ځانمرګي برید هر ډول عمل په کلکه منع کوی، چې دا ادعا لا بې بنیاده کوي
څیړونکی پوښتنه کوي چې ولې به یو شکمن کس مخکې له چاودنې داسې ویډیو ثبت کړي چې پخپله ځان تورن کړي؟ دی پوښتنی د ویډیو د اعتبار په اړه جدي شکونه راپورته کړی دی
عدلي متخصصین وایي چې د ویډیو د ترلاسه کولو څرنګوالی مبهم دی او ممکن د هندوستاني رسنیو د قصدي غلط معلوماتو خپرولو نتیجه وي
هندوستاني رسنۍ له وړاندې هم د جعلي یا مبالغه شویو ویډیوګانو د خپرولو په تور یادېږي، چې د بی جې پي هندوتوا رژیم د سیاسي تګلارو او ایډیا لوجیکل اهدافو ملاتړ کوي
د هندوستان د معلوماتو او خپرونو وزارت خپله د نامعتبر موادو د خپرولو پر ضد سپارښتنې خپرې کړې دي، چې په غیر مستقیم ډول د دې ویډیو د مشکوک طبیعت تایید هم کوي
دا ډول ویډیوګانې عموماً د ویرې د خپرولو، د کشمیریانو د بدنامولو او د حکومتي سخت دریځ د توجیه لپاره کارول کېږي
څېړونکي باور لري چې دغه ویډیو سرګندوی چی ممکن ده دا د یوې پراخې ستراتېژۍ برخه وي چې پکې بېګناه خلک د “تندرو” او “ترهګرو” په توګه ښودل کېږي او د کشمیریانو مقاومت د ترهګرۍ په نوم بدلېږي
د کشمیري ځوانانو د ترهګرو په توګه وړاندې کول، اسلاموفوبیا ته وده ورکوي او د سیمې د اصلي سیاسي مسلې — د ځانتعیین حق — له بحثه توجه اړوي
د اې آیی په مرسته د جعلي ویډیوګانو خپرېدل د معلوماتي جګړې نوې څپه ښيي، چیرې چې رسنۍ د حقیقت د راپور ورکولو پر ځای د حکومتي روایتونو د خپرولو وسیلې ګرځي.
متخصصین او څیړونکی ټینګار کوي چې هره مشکوکه ویډیو باید د عدلي تایید له لارې و ازمویل شي، که نه نو د غلطو معلوماتو خپرېدل به زیات شي او عام ذهنونه به په شعوري ډول منحرف شي
نورخبرونه: هندي رسنۍ د ترکي په اړه ناسم او غلط معلومات خپروي: ترکي