تازه خبرونه

افغان طالب چارواکو افغانستان کې په موسیقۍ بندیز لګولې: افغان هنرمندان

یبر پښتونخوا کې میشت افغان هنرمندانو په پیښور هایی کورټ کې اپیل کړې چې دوی دې له دې هیواده په زور و نه شړل شی او دا کار دې ودرولې شي

1 min read

افغان هنرمندانو غوښتنه کړې چې دوی په زوره افغانستان ته و نه شړل شي

افغان هنرمندان واي چې دوی نه شي کولې افغانستان ته واپس لاړ شي ځکه الته طالب چارواکو له لوري ددوي ژوند خطر سره مخ کیږي

November 19, 2025

پېښور: په  خیبر پښتونخوا  کې مشیت افغان هنرمندانو د پاکستان څخه د ایستلو پر ضد پېښور هایکورټ کې  عریضه کړې ده او اپیل ی کړې دې چې دوی دې له دې هیواده و نه ویستل شي

د معلوماتو له مخې، افغان هنرمندانو د پاکستان څخه د جبري ایستلو د پرېکړې پر ضد پیښور هایکورټ کې  د قانوني مرستې غوښتنه کړې ده او په عریضه کې یې وفاقي حکومت، د ایف آی اې ادارې او د خیبرپښتونخوا چیف سیکرټرۍ دریمګړي ګرځولي دي.

په هایی کورټ کې داخل کړې شوې  عریضې له مخې، دری سوه څخه زیات افغان سندرغاړي چې دا مهال په پېښور کې د مهاجرو په توګه مېشت دي، هنرمندانو په خپل موقف کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته د سندرغاړي په توګه پاتې کېدل ډېر خطرناک دي، په غوښتنلیک کې ی ویلي دي چې موجوده طالبان حکومت اعلان کړی چې موسیقي هېڅ ډول د منلو وړ نه ده نو په داسې وخت کې دوی لپاره ممکنه نه ده چې افغانستان کې ژوند وکړي او دوی له دې هیوده واپس افغانستان ته لاړ شي

په عریضه کې دا هم ویل شوي چې د افغان وګړي د یو این ایچ سي آر به دفتر کې د مهاجرو په توګه رجسټر شوي دي

 په درخواست کې ویل شوي د ي چې حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د مهاجرو د ستنېدو نوې پاليسي جوړه کړې خو   ۱۹۹۳ کال کې په پاکستان کې مېشت افغانان د مهاجرو په توګه منلي دي، په غوښتنلیک کې غوښتنه شوي چې له دې هیواده څخه  دې دوی په جبري توګه واپس افغانستان ته لیږل ودرولې شي

دلته مهمه ده چې یادونه وشي چې د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې په هیواد کې میشت غیرقانوني میشت افغان مهاجرین به له هیواد نه خپل هیواد افغانستان ته واپس ولیږي، د چارواکو په وینا که یو اړخ ته افغان خاوره د پاکستان پر ض کارول کیږي نو بل اړخ ته هم دا غیرقانوني افغان مهاجرین په هیواد کې په بیله بیلو جرمونو کې ککړ دي او د پاکستان ریاست لپاره یو لوی ګواښ ګرځیدلې دې

د نورو هیوادونو په څیر پاکستان هم په افغانستان کې د ښځینه وګړو په زده کړو بندیزونو، په موسیقۍ بندیزونو او د طالب چارواکو لوري په یو شمیر نورو بشري حقونو بندیزونو باندې اندیښنې څرګندونه کړې ده او له نړۍ ی غوښتي دي چې طالب باید په هیواد کې بشري حقونو ته ځانګړې پام وکړي او له بشري حقونو څخه سرغړونه و نه کړي

Related Articles

په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون د بې‌ګناه کسانو د وژنو په اړه نوې تحقيقات د برتانوي ځانګړو ځواکونو د غیرقانوني عملیاتو لړ‎زه‌وونکي جرمونو کې ککړتیا څرګندوي

December 8, 2025

له افغان طالبانو لوري نیول شوي کسان د پنجشیر له یوې کورنۍ دي؛ سرچینې وایي چې له ایرانه د واپس کېدو وروسته یو طالب چارواکي له دوی د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت غوښتنه کړې وه، د پیسو نه ورکولو وروسته دوی ونیول شو

December 8, 2025

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *