سیاسي اشارې، که هغه د زراعتي څېړنیزو مرکزونو ژمنې وي یا د نرم ځواک پروژې، خپل اغېز لري—خو د افغانستان د ځمکني سوداګریز حقیقت بدل نه شي کېدای. بل لور ته ایران چې په چابهار بندر کې یې درنه پانګونه کړې، د افغانستان د لوېدیځې سوداګریزې لارې “طبیعي شریک” بلل کېږي. ځکه نو د وزیر نورالدین عزیزي دا تازه د ډیلي سفر د تهران لپاره یو حساسې نښې په توګه لیدل کېږي.
د سوداګرۍ د پوهانو کتنه
د پاکستان–افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې غړي خان جان الکوزی وایي
“کراچۍ او تورخم لا هم د افغانانو لپاره تر ټولو غوره لارې دي. سوداګري باید همدلته روانه وي. که دا بند پاتې شي، بیا به ضرور نورو لارو ته مخه کوو.”
افغان تجار هره ورځ شاوخوا یو میلیون ډالر زیان اټکل کوي. د درملو، خوراکي موادو، ودانیزو شیانو او سون توکو لپاره بدیلې لارې دومره ګرانې دي چې بشپړ بدلون یې اقتصادي امکان نه لري.
هوایي لاری یوازې د زعفرانو، جلغوزیو او سپکو–قېمتي توکو لپاره مناسب دي، او د افغانستان د ټولې سوداګرۍ یوازې په دری کی یوه حصه انتقالولی شي.
په افغان اولس فشار
بازارونو کې بیې تر ۲۰ سلنې لوړې شوي دي، د ډیزل واردات ۴۰ سلنه راټیټ شوي، او په جلالاباد، کندهار او خوست کې دکانداران د لوړو بیو او کمزوري پېرود ځواک تر فشار لاندې دي.
پاکستان چې له ۴۰۰ میلیاردو ډالرو ډېر اقتصاد لري، ګڼړی لاری لري—افغانستان نه لري. همدا د روان بحران اصلي او ښکاره ټکی دی.
وهم او واقعیت
هند ته د کابل سیاسي تمایل شاید لنډمهاله سفارتی ګټه ورکړي، خو عملي سوداګري د پاکستان پرته پرمخ نه شي تللی. هند او ایران دواړه د افغانستان لپاره مهم شریکان دي، خو هېڅ یو د پاکستان جغرافیایي واقعیت نه شي بدلولای.
طالبان هڅه کوي دا تاثر ورکړي چې افغانستان نوې اقتصادي لارې جوړولی شي، خو افغان تاجر خپله پوښتنه کوي:
که هند په هر کیلو افغان صادراتو یو ډالر محصول اخلي، او افغان تاجر ته نیم ډالر هم نه رسېږي، نو دا سوداګري څنګه د افغانستان اقتصاد چلولی شې؟
د افغانستان اقتصادي نقشه په شعارونو نه بدلېږي.
پاکستان ښایي د لنډ وخت لپاره د افغان ټرانزیټ پرته هم دوام وکړي—خو افغانستان د پاکستان له لارو پرته نه شي پاتې کېدای.
او د ډیلي دا سفر هم د واقعیت دا معادله نه شي بدلولای.