تازه خبرونه

ایران د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاو تریخ والی د کمی لپاره لویه علاقایی غونډه رابلي: مهر نیوز ايجنسی

ایران غواړي چی د پاکستان او د د هغه ګاونډي هیواد افغانستان دواړه هیوادونه ستونزی د خبرو اترو د لارې هوارې کړي

1 min read

د ایران لوري وړانديز پاکستان تود هرکلی کړی خو وزیر داخله وایی د ګواښونو ترڅنګ خبرې نه شي کولې

ایران وایی په دی غونډه کی به سیمه یز هیوادونه روس او چین هم ګډون وکړي

November 19, 2025

تهران :تهران د یو مهم سفارتې  ګام په ترڅ کې اعلان کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د زیاتېدونکي ترینګلتیا د کمولو لپاره کار کوي او د سیمې د کړکېچ د راکمولو یوې سترې غونډې ته تیاری نیسي او تمه کیږي د دسمبر په منځ کې دا غونډه  ترسره شي. د مهر خبري  ایجنسی د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د سیمې ګاونډیان او ستر سیمه‌ییز هیوادونه لکه روس او چین  هم ګډون وکړي ترڅو د افغانستان ثبات، سیمه‌ییزه همکاري او ګډ امنیتي میکانیزمونه وڅېړل شي

 خبري ایجنسی وایی  چې دغه پلان شوې ناسته د تهران له لوري د خبرو اترو د پیاوړتیا په برخه کې د لوړ شوي علاقمندي څرګندونه کوي، په داسې حال کې چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ سرحدي امنیتي ترینګلتیاوې او اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. ایرانی چارواکي وايي چې دا غونډه به د سیاسي مشارکت، شخړې د حل لارې او پراخې سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره یو مهم پلیټ فارم وي

ددې وړاندی د ایران مرستیال وزیر  سعید خطیب زاده یوی روسي رسنی ته وویلی چی د منځني دسمبر غونډه. به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاو تريخوالی د کمولو دپاره مهم میز وی او ټول ګاونډی هیوادونه به په غونډه کی رابللی شی د مذاکراتو اجنډا به د سیمیزو مسایلو او د افغانستان ثبات مهم متمرکز وي

دا پرمختګ د وروستي تماسونو  له لړۍ وروسته رامنځته کېږي. د سرچینو په وینا، د افغانستان سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په تېرو لسو ورځو کې له  ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سید عباس عراقچي سره دوهم ځل ټیلیفوني خبرې کړي. په دې خبرو کې تهران یو ځل بیا پاکستان او افغانستان ته د مستقیمو مذاکراتو رسمي بلنه ورکړې او ټینګار یې کړی چې دایمي ثبات د صادقو او پرلپسې خبرو اترو له لارې امکان لري

ایراني چارواکو یو ځل بیا د سولې او سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت پر ملاتړ زور راوړی. عراقچي ویلي چې تهران له ټولو څو اړخیزو هڅو ملاتړ کوي چې د ترینګلتیاوو د کمولو او د شته ننګونو د هواري لپاره سفارتی لارې پرمخ وړي

په پاکستان کې د ایران د منځګړیتوب هڅې هرکلی شوې دي.  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي چې اسلام‌اباد ایران “ورور او دوست هېواد” ګڼي او د تهران له هرې مثبتې منځګړیتوب هڅې سره مخالفت نه لري. هغه زیاته کړې چې پاکستان د داسې سفارتي کوششونو  ملاتړ کوي چې په سیمه کې د سولې او ثبات لامل شي.‏ خو د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي چې هېواد یې د امنیتي ګواښونو په صورت کې له افغانستان سره خبرې اترې نشي کولی

نوموړي دغه څرګندونې اسلام اباد کې د امریکا سفارت له سرپرستې نتالي بیکر سره کتنه کې کړې دي

په همدې اړه د اج انګلیش ټلویزیون راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره د کتنې پر مهال وړاندیز کړی چې ایران به د پاکستان او افغانستان د ترینګلتیا کمولو لپاره “ورورولی  رول” ولوبوي. په دغه ملاقات کې د پولو مدیریت، امنیتي همکاري او سیمه‌ییز ثبات د خبرو اصلي موضوعات وو او تهران د څو اړخیزو خبرو د اسانتیاو ژمنه وکړه

د مهر ایجنسی په وینا، د دسمبر په منځ کې ترسره کېدونکې غونډه به د سیمې ټول ګاونډیان، په شمول د روسیې او چین، سره راټول کړي ترڅو د افغانستان د ثبات په اړه ستر مهم موضوعات وڅېړي او د ګډو ډيپلوماتیکو هڅو لپاره یوه واحده سیمه‌ییزه تګلاره جوړه کړي

نورخبرونه: د پاکستان او افغانستان شخړه: ایران لوري د سولی لپاره وړاندیز شوې

ایران او افغانستان یوبل ته رانزدې کیږي

Related Articles

په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون د بې‌ګناه کسانو د وژنو په اړه نوې تحقيقات د برتانوي ځانګړو ځواکونو د غیرقانوني عملیاتو لړ‎زه‌وونکي جرمونو کې ککړتیا څرګندوي

December 8, 2025

له افغان طالبانو لوري نیول شوي کسان د پنجشیر له یوې کورنۍ دي؛ سرچینې وایي چې له ایرانه د واپس کېدو وروسته یو طالب چارواکي له دوی د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت غوښتنه کړې وه، د پیسو نه ورکولو وروسته دوی ونیول شو

December 8, 2025

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *