پیښور/تورخم: د ملک د بیله بیلو برخو څخه د غیرقانوني، پي او آر او اې سي سي افغان کارتونو لرونکي افغان مهاجرینو افغانستان ته د واپس لیږلو لړۍ دوام لري او نن سبا دا لړۍ ډیره چټک شوې ده
د خیبر پښتونخوا کورنیو او قبایلي چارو ریاست لوري ترلاسه شوو تازه شمیرو ترمخه د هیواد بیله بیلو برخه څخه د پي ای آر او ،پروف آف رجسټریشن،د رجسټریشن ثبوت کارت او افغان سیټیزن کارټ لرونکي افغان مهاجرینو په ګډون افغانستان ته واپس ستنیدونکي افغان مهاجرینو شمیر ۹۰۰،۰۰۰ نهو لکو ته نزدې شوې دې
د کورنیو او قبایلي چارو ریاست وایی چې په رضاکارانه توګه د افغان مهاجرینو افغانستان ته د ستنېدنې شمیره تر دې مهال یولک او یوکم شپیته زره ۱،۵۹،۰۰۰ پي او آر کارت لرونکي او اووه څلویښت زره ۴۷،۰۰۰ افغان وکړي چې سیټزن کارت لري، څخه زیاته شوې ده
افغان کورنۍ په احترام افغانستان ته لیږلې شي
د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چاروا ریاست په یو خپور بیان کې ویلي چې تورخم پوله د افغان وګړو د ستنېدنې د عملیاتو تر ټولو بوخته لاره پاتې شوې اود صوبایی حکومت چارواکي ژمنه کوي چې له هیواد څخه به افغان وګړي په خوندي او په ډیر لوی احترام خپل وطن افغانستان ته لیږي
هم دې یادې صوبایی ادارې ویلي دي چې له اپرېل ۲۰۲۵ راهیسې، خیبرپښتونخوا د افغانانو افغانستان ته په منظمه توګه د ستنېدنې په ملي بهیر کې مخکښ رول لري
د خیبرپښتونخوا صوبایی حکومتي ادارې د معلوماتو ترمخه د خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته د واپس لیږلو ناقانونه افغان وګړو ټوله شمېره له ۶،۴۷۰۰۰ شپږلکه او اووه څلویښت زره څخه اوښتې
د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو دغه وایی چې د ۲۰۲۵کال د نومبر ۱۲ نېټه په ورځ له تورخم پوله څخه په یوه ورځ کې له ۱،۴۰۰ څخه زیات غیرقانونه افغان وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي
پاکستان کې څومره ثبت شوي افغان مهاجرین ژوند کوي
د یو این ایچ سي آر معلوماتو ترمخه پاکستان کې تر ۸۰۰۰۰ اتو لکو پورې اې سي سي کارت لرونکي او ۱۴۰۰۰۰۰ څورلس لکه افغان وګړي چې پی او آر کارت لري میشت دي
یاده صوبایی حکومتي اداره په خپور راپور کې وایی چې له اسلاماباد او پنجاب څخه را استول شوي افغان وګړي هم د خیبرپښتونخوا د ټرانزیټ له لارې افغانستان ته لیږل کیږي مهمه ده چې یادونه وشي چې ، د سرچینو ترمخه په تورخم پوله هره ورځ تر ۱۰۰۰ او له دې زیاتې افغان کورنۍ افغانستان ته واپس ځي او دا بهیر دوام لري