تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د پاکستان او نړیوالو هیوادونو اندیښنې

افغانستان نه خو د نړۍ هیوادونو وروسته بوتللې او نه ی کوم زیان وررسولې دې بلکې افغانستان هم دې خپلو طالب چارواکو په نړۍ کې یوازې کړې او وروستو پاتې کړې دې
افغانستان په رسمي توګه نه پیژندل ،یو شمیر پوښتنې را ولاړوي

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي څو ورځې مخکې داسې پوښتنه مطرح کړه چې د ژورې ناپوهۍ او قصدي انکار څرګندونه کوي. هغه وويل: “که افغانستان رښتيا هم د ترهګرۍ مرکز وي، نو ايران، ازبکستان، ترکمانستان، تاجکستان او چين ولې شکايت نه کوي؟ يوازې پاکستان ولې؟

ځواب يې ډېر روښانه دی، نړۍ شکايت کوي. نه يوازې پاکستان، بلکې ټوله نړيواله ټولنه له ۲۰۲۱ وروسته، چې طالبان پر واک حاکم شوي، په افغانستان کې د ترهګرۍ د زياتوالي شاهده ده او پر دې موضوع غږ پورته کوي.

تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد، په شمول د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړو، د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی منلی. که څه هم روسيه او چين له طالبانو سره ډيپلوماټيک او اقتصادي تماسونه بيا پيل کړي، خو حکومت يې قانوني نه ګڼي. ايران، چې له افغانستان سره مذهبي او کلتوري نږدېتيا لري، او پاکستان، چې ۴۰ کاله يې پنځه ميليونه افغان کډوالو له  پناه ورکړي، دواړه يې نه مني.

لکه همدارنګه لوی اسلامي هېوادونه، سعودي عرب، ترکيه، مصر، متحده عربي امارات او انډونيزيا هم طالبان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني، ځکه د دوی په اند اوسنی افغانستان داسې ځای دی چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان ته، نړۍ ددې شاهده ده، ملګري ملتونو ددې ګواهي ورکوي چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي ، ټي تي پي افغانستان کې بریدونه پلانوي او بیا ی په پاکستان کې عملي کوي او ترې دې پورې چې دا ترهګره ډله په پاکستان کې عام وګړي او ماشومان هدف ګرځوي.

نړيواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو د پاليسيو له امله ورځ تر بلې اندېښمنه کېږي. د ميليونونو افغان نجونو پر زده کړو بنديز، ښځې له پوهنتونونو، روغتونونو او ټولنيز ژوند څخه شړل، تردې پورې پر ښځینه زده کوونکو  د طب زده کړو بندیزونه د پراخې نړيوالې غندنې سبب شوي. د ښځينه ډاکټرانو نشتون د دې لامل شوی چې زرګونه افغان میندې د زيږون پر مهال ژوند له لاسه ورکړي، ځکه نارينه ډاکټر ته د تګ اجازه نه لري. د طالبانو توندلارو پالیسیو نه يوازې اوسنی نسل زيانمن کړی، بلکې د افغانستان زرګونه کلن تمدن ته يې ضربه رسولې، لکه د ۱۷۰۰ کال زاړه باميان بودا مجسمو ويجاړول، چې د افغان فرهنګي ميراث روښانه نښه وه.

همدا توندلاره ذهنيت په ۲۰۱۴ کې په ارمي پبلک سکول پېښور کې د ۱۳۲ ماشومانو په وژنه کې هم راښکاره شو، چې د تحریک طالبان پاکستان  شبکې له افغان خاورې پلان کړی و.

دا چې ولې پاکستان تر ټولو زيات غږ کوي، علت يې تاريخ او جغرافیه ده. پاکستان له افغانستان سره ۲۶۷۰ کيلومتره اوږده پوله لري  چې  له ايران (۹۲۱ کيلومتره)، تاجکستان (۱۳۷۳)، ترکمانستان (۸۰۴)، ازبکستان (۱۴۴) او چين (۷۶) څخه خورا زياته ده. د خیبر پاس او قبايلي سيمو له لارې وسله وال د پخوانيو قومي او کورنيو اړيکو په مټ پاکستان ته اووړي، هغه لاره چې بل هېڅ ګاونډي هېواد ی نه لري. ايران، چين او د مرکزي اسيا هېوادونه د غرونو او دښتو له امله نسبتاً خوندي دي، خو پاکستان د دې ټول فشار لومړۍ کرښه ګرځېدلې.

پاکستان له ۲۰۰۱ وروسته نږدې ۹۰ زره کسان چې پکې سرکاري، غیر سرکاري او عام وګړي شامل دي، له لاسه ورکړي، له دې ځاني زیان پرته پاکستان  اقتصادي زيان هم ۱۵۰ ميليارده ډالرو ته رسېږي.

طالبان که څه هم د پښتونولي او اسلامي قانون يادونه کوي، خو تر ټولو زيات پخپله د همدې اصولو خلاف ورزي کوي. د افغانستان له لوري د ډیورنډ کرښې نه منل هم د تاريخي حقایقو له ناپوهۍ سرچينه اخلي، حال دا چې د ۱۸۹۳، ۱۹۱۹ او ۱۹۲۱ معاهدې دا پوله په روښانه ډول تاییدوي او منلې ی ده

افغانستان يو وخت د رومي د شعرونو، تنوع، زغم او علمي پرمختګ وطن و، چېرې چې ښځې د ډاکټر، ښوونکې او د پارلمان د غړې په توګه ویاړلې رول درلود. نن هماغه هېواد د ترهګرۍ او ظلم په کلا بدل شوی. افغانستان نه بهرنیو ځواکونو وران کړ، نه نړیوال سیاست؛ افغانستان که وران کړې دې نو هم دې طالب چارواکو ورکړې دې ، طالبانو هیواد د خپلو غوښتنو او پرېکړو له مخې  انزوا او شاته‌تګ ته اړ کړې دې ، په داسې حال کې چې نړۍ پر مخ روانه ده او پرمختګ کوي خو افغانستان  په شالوري تګ کوي

خبرتیا: دا د لیکوال خپل نظر دې، دا لیک د هندوکش ټریبیون پښتو پالیسۍ سره کوم تړاو نه لري

Related Articles

سرچینې: ځوانان په زور جبهاتو ته لېږل کېږي، شمال کې جبري جلب‌وجذب روان دی

March 4, 2026

په اوسنیو نړیوالو کړکېچونو کې، د امریکا تقاعد شوی کرنل ډوګلاس مک ګریګور ادعا کړې چې امریکایي بحري ځواک د ایران د کړکېچ له امله د خپلو دودیزو پوځي بنسټونو پر ځای د هند بندرونه د لنگر او لوژستیکي ملاتړ لپاره کاروي

March 4, 2026

سلمان نادوي د پاکستان ضد څرګندونو له امله نیول شوی، چې د نظریاتي تعصب او د پاکستان د خپلواکۍ د کمزوري کولو هڅې څرګندوي

March 4, 2026

پاکستان د طالبانو د بریاوو دعوې رد کړې، خپل سرحدي امنیت ټینګ ساتي او په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه هدف ګرځوي

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *