راولپنډۍ : د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې له مخې، د امنیتي ځواکونو له خوا په خیبرپښتونخوا کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شويو دوو عملیاتو کې ۱۵ مشکوک فتنهالخوارج وسلهوال له منځه وړل شوي دي. دغه عملیات، چې په ډېره اسماعیل خان د کلاچي په سیمه او په شمالي وزیرستان د دته خېل په سیمه کې ترسره شوي، د هېواد په کچه د پرمخ تلونکي “عزمِ استحکام” ضدترهګریز کمپاین برخه دي، چې موخه یې د بهرني ملاتړ لرونکې ترهګرۍ بشپړه له منځه وړل دي
کلاچي، ډېره اسماعیل خان کې عملیات
لومړی عملیات د ډېره اسماعیل خان د کلاچي په سیمه کې هغه مهال ترسره شول چې استخباراتي معلوماتو د وسلهوالو شتون تایید کړ. د امنیتي ځواکونو په چټک اقدام کې لس مشکوک وسلهوال له منځه یووړل شول. په وژل شوو کسانو کې عالم محسود هم شامل و، چې د ممنوعه تحریک طالبان پاکستان مهم مشر بلل شوی دی
آیی ایس پي آر ویلي چې په کلاچي کې له منځه وړل شوي وسلهوال د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر ضد بریدونو کې ښکېل وو. د سیمې له پټنځای څخه وسله او مهمات هم ترلاسه شوي، چې د وسلهوالو د فعالیت کچه ښيي.
دته خیل، شمالي وزیرستان کې عملیات
په یو بل جلا استخباراتي عملیات کې چې په شمالي وزیرستان د دته خېل په سیمه کې ترسره شول، امنیتي ځواکونو پنځه نور مشکوک وسلهوال له منځه یووړل. د پوځ د اعلامیې له مخې، دغه عملیات دقیق او بریالي وو، او د وسلهوالو پټنځای په بشپړه توګه شنډ شو
له عملیاتو وروسته د سیمې د تصفیې پروسه پیل شوه، څو پاتې ګواښونه له منځه یوړل شي. آیی ایس پي ار ټینګار وکړ چې دغه ګامونه د دې لپاره دي چې وسلهوال بیا منظم او یا خپل شبکه له سره جوړه نه کړي.
عزمِ استحکام : د هېواد په کچه ضدترهګریز کمپاین
د کلاچي او دته خېل دواړه عملیات د عزمِ استحکام ستراتیژیک کمپاین برخه دي، چې د ملي عمل پلان ، نیشنل ایکشن پلان، د فدرالي ایپکس کمېټۍ له خوا منظور شوی. دغه کمپاین د وسلهوالو د شبکو ماتول، د هغوی د رسد د لارو پرېکول او د اغېزمنو سیمو ثبات ته ژمن دی.
آیی ایس پي آر بیا ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه او قانون پلي کوونکې ادارې به د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته په هماغه شدت دوام ورکوي. بیان کې دا هم ویل شوي چې د بهرني ملاتړ لرونکي ترهګریز ګروپونه د کمپاین مهم هدف دي
په خیبرپښتونخوا کې وروستي عملیات
په کلاچي او دته خېل کې د ۱۵ وسلهوالو له منځه وړل په داسې حال کې شوي چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د اکتوبر په ۲۴مه په لکي مروت د وانه شیخ الله په سیمه کې بل لوی عملیات ترسره شول، چې په پایله کې یې ۸ فتنهالخوارج وسلهوال ووژل او ۵ نور ټپیان شول. امنیتي چارواکو هغه عملیات ‘‘په لوړ پوځي دقت’’ سرته رسېدلي بللي وو
دغه پرلهپسې عملیات ښيي چې امنیتي ځواکونه په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرو پر ضد ګامونه ددوی له منځه وړلو لپاره فعالیتونو او اپریشن لا پسې ګړندي کړي دي
د ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان ستراتیژیک اهمیت
کلاچي او دته خېل د عملیاتو لپاره مهمې سیمې ګڼل کېږي. ډېره اسماعیل خان له جنوبي وزیرستان سره د نږدېوالي له امله د وسلهوالو د تګ راتګ له ګواښونو سره مخ دې او شمالي وزیرستان بیا د وسلهوالو مختلفو ډلو تاریخي مرکز هم بلل شوی.
د دغو سیمو په نښه کولو سره امنیتي ځواکونه سمدستي خطرونه نه یوازې له منځه وړي، بلکې دا پیغام ورکوي چې هېڅ سیمه به د وسلهوالو لپاره خوندي ځای نه پاتې کیږي او دوی به له منځه وړل شي. د وسلو او مهماتو ترلاسه کېدل دا هم څرګندوي چې د ترهګرو دا پټنځایونه د بریدونو د پلان او عملي کولو لپاره کارول کېدل
بهرنی ملاتړ او سیمهییز امنیتي اندېښنې
د پوځ د اعلامیې له مخې، له منځه وړل شوي وسلهوال د هغو شبکو برخه وو چې د بهرني ملاتړ لاندې فعالیت کوي. دا د پاکستان هغه اندېښنه تائیدوي چې بهرني لوبغاړي د خیبرپښتونخوا بېثباتي له خپلو اهدافو لپاره کاروي
د ولس باور او ملکي ژوند
په ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې پرلهپسې عملیات خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه د سیمې د سولې لپاره ژمن دي. د وسلهوالو د مهمو مشرانو له منځه وړل، لکه عالم محسود، د دې هڅه ده چې په سیمه کې د بریدونو سلسله کمه شي او د خلکو باور بېرته ژوندی شي.
ستراتیژیک لید
په کلاچي او دته خېل کې د ۱۵ وسلهوالو له منځه وړل پېژندلې تجربه ښيي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات د پاکستان د ضدترهګریز کمپاین لپاره اغېزمن دي. شنونکي وايي چې د ‘‘عزمِ استحکام’’ کامیابي به د استخباراتي معلوماتو پر پیاوړتیا، د خلکو پر همکارۍ او سیمهییزې همغږۍ پورې تړلې وي. امنیتي ادارې ټینګار کوي چې د وسلهوالو د بیا راټوکېدو مخنیوی او د پاکو شوو سیمو ساتنه به د راتلونکو هڅو مرکزي برخه وي