د بنګلهدېش په پلازمېنه ډهاکا کې د انسانیت ضد جرمونو نړیوالې ځانګړې محکمې د ۷۸ کلنې پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد د انسانیت ضد جرمونو په تور مجرمې وبلله او د مرګ سزا یې ورته واوروله
محکمې د کورنیو چارو پخواني وزیر اسدالزمان خان کمال ته هم د انسانیت ضد جرمونو په تور د مرګ سزا واوروله
دغه پرېکړه د حسینه واجد د غیرحاضرۍ په حالت کې واورول شوه، د فیصلی په وخت په عدالت او خواوشاه سخت امنیتي ګامونه پورته کړي شوی وو
محکمې ویلي چې حسینه واجد د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لرلو او د بغاوت پر مهال د خلکو د وژلو امر یې کړی او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه نه دي پورته کړي
د فیصلې د اعلان سره سم د عدالت دننه خوشحالۍ، شعارونه پورته شول. دغه پرېکړه د بنګلهدېش سترې محکمې ته د اپیل وړ ده خو د حسینه زوی او سلاکار سجیب واجد ویلي چې تر هغه وخته اپیل نه کوي، څو په هېواد کې د عوامي لیګ په ګډون دیموکراتیک حکومت بېرته جوړ نه شي.
د عدالت د پرېکړې تفصیل
الجزیره ټی وې د محکمې له پرېکړې نقل خپور کړی چی پخوانۍ وزیراعظمې د خلکو د ځورولو او وژنو لپاره تحریری حکم ورکړی او د مخنیوي لپاره یې ګامونه نه و پورته کړی
دویم دا چې هغې د ډرون، هیلی کاپټرو او نورو مرګ ژوبله رامنځته کوونکو وسلو د کارولو امر کړی وو چې د انسانیت په ضد جرم دی
د اې ایف پي د خبر ترمخه قاضي غلام مرتضیٰ ماجد مجمدار ویلي چې حسینه واجد په درېی تورونو کې مجرمه ثابته شوې: د خلکو راپارول، د وژنو امر ورکول او د تاوتریخوالي په مخنیوي کې غفلت کول دی
قاضي ویلي: “موږ پرېکړه کړې چې هغې ته یوازې یوه سزا ورکړو، او هغه د مرګ سزا ده.”
محکمې پخواني وزیر داخله اسدالزمان خان کمال ته هم د انسانیت ضد جرمونو په تور د مرګ سزا ورکړې
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ د جولای له ۱۵ څخه د اګست تر ۵ پورې د حکومت ضد لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو کې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي وو
حسینه په اګست ۲۰۲۴ کې له هېواده وتلې او اوس مهال په نوي ډهلي کې د جلاوطنۍ ژوند کوي.
هغې د محکمې د غوښتنې باوجود ډهاکه ته د ستنېدو نه ډډه کړې وه، څو وڅېړل شي چې ایا هغې د زده کوونکو د سړکونو پر لاریون د مرګوني برید امر کړی و او که نه.
په ډهاکه کی امنیتی ګامونه
د فيصلې له اعلان مخکې پولیسو په پلازمېنه کې سخت امنیتي تدابیر نیولي وو، د ډهاکه پولیسو ویاند طالب الرحمن ویلي، چې د ښار پر مهمو څلورلارو چیکپواینټونه جوړ شوي او شاوخوا ۱۷ زره پولیس دنده ترسره کوي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر جهانګیر عالم چوهدري ویلي چې حکومت بشپړ چمتو دی او د اندېښنې هیڅ خبره نشته
روانه میاشت د محمد یونس د حکومت ودانیو، بسونو او پر مسیحي عبادت ځایونو خود ساخته بمونو بریدونه شوي، چې ډېری یې پټرول بمونه وو
بنګلهدېش د هند سفیر وربللی او غوښتنه یې کړې چې شیخ حسینه ته دې د خبرو او “نفرت خپرولو” لپاره پلیټ فارم نه ورکوي
حسینه غبرګون
پخوانۍ لومړۍ وزیرې د انسانیت ضد جرمونو محکمې پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي: “هر څه به حسابېږي
هغې خپلو پلویانو او عوامي لیګ ته په پیغام کې ویلي چې زما پر ضد ټول تورونه دروغ دي. مه خپه کېږئ. پرې یېږدئ چې پرېکړه وکړي؛ زه یې پروا نه لرم
هغې زیاته کړه چې الله ماته ژوند راکړی او هغه به یې واخلي. زه به د خپل ولس لپاره کار کوم. ما خپل مور، پلار، ورور او خور له لاسه ورکړي. هغوی زما کور سوځولی، موږ به یې هېڅکله هېر نه کړو اوهر څه به حساب شي