تازه خبرونه

افغان چارواکي وایی  ۱۰۱۳۴ ، لس زره ،یوسل څلوردیرش افغان کډوال ه خپلو کورنو ته انتقال کړي

افغان چارواکي وایی د تورخم له لارې (۴۶۲)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۵۳۶)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي

1 min read

افغان چارواکي وایی افغان کډوال په کیمپونو کې راجسټر کیږي ،دوی سره مرستې شي او کورونه ته استول شي

د پاکستان لوري افغانستان ته واپس تلونکو افغان کډوالو پر مخ ته تورخم او سپین بودلدک دروازې خلاصې دي

November 17, 2025

تورخم/کابل: د  افغانستان چارواکو د  مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء دفتر افغانستان ته واپس راستانه شویو افغان کډوالو ورځنۍ راپور خپور کړې ، راپور چې  د  یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۵هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۲۵هـ ل نېټې سره، سمون خوري ، په راپور کې وایی چې  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې دي

د اسلام کلا له لارې (۳۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۶) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۲) کورنیو سره مجموعًا (۲۱۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۳۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۰)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۱۹)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹)کورنیو سره مجموعًا (۶۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۶۲۵)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۳۴)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د سپین بولدک له لارې (۹۵۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۲۰۸)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. له سپین بولدک څخه (۶۴۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۰۵)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۵۸۸۸۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۸۹)کورنیو سره مجموعًا (۶۵۶۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۰۱۷۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۹۴۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د تورخم له لارې (۴۶۲)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۵۳۶)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي. له تورخم څخه (۳۶۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۹۹)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۳۰۶۱۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۴۲)کورنیو سره مجموعًا (۳۶۷۲۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۱۸)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

له کابل څخه (۹۸۱)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۹۳۰)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۱۸۹۷۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

افغان چاروکو د افغان کډوالو په اړه ورکړل شوي ورځني راپور کې د ټولو ثبت شوو ،راستانه شوو او خپلو سیمو ته لیږل شوو افغان کډوالو راپورپه دې ډول ورکړې دې

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۱۴۸۰)کورنۍ او (۷۹۹۰)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۱۹۹۱)کورنۍ او (۱۰۱۳۴)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۱۲۷۲)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۱۳۹۵)عــــدده

نورخبرونه:  خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد د ایف آئی ای او پولیس له خوا عملیات چټک شوی

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *