تازه خبرونه

جعفر ایکسپریس اورګاړي باندې بیا ترهګریز برید شوې

د کال ۲۰۲۵ د مارچ میاشت په ۱۱ نیټه هم هم د بلوڅ بیلتون خوښې ترهګرو له لوري جعفر ایکسپریس اورګاړې یرغمال شوې وو او په ګاړي کې سپاره ۲۶ مسافر ی شهیدان کړي وو
بلوڅ بیلتون خوښه ډله په بلوچستان او د ملک په نورو برخو کې په یو شمیر بریدونه، د عام وګړو او امنیتي سرتیرو په وژنه کې ککړه ده

د مارچ ۲۰۲۵ په برید کې ترهګرو ۲۶ مسافر شهیدان کړې وو ، ۴ امنیتي سرتیرو هم د مسافر د ژغورنې په اپریشن کې خپل سرونه قربان کړي وو

د بلوچستان په نصیرآباد د مراد جمالي سیمه کې چې د نوتال تاڼې حدود کې ده د یک شنبې په ورځ د بلوڅ بیلتون خوښې ډلې  ترهګرو یو ځل بیا هڅه وکړه چې مسافر وړونکې اورګاړي ته زیان ورسوي

سرچینو ترمخه جعفر ایکسپریس چې څو دقیقې مخکې تېر شوی و، د هغې له تېرېدو وروسته د رېلوې پټلۍ لاندې ایښودل شوی بم وچاودېد خو په  نېکمرغه توګه چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې. ځکه اورګاړې له دې وړاندې تیر شوې وو

لومړنۍ معلومات ښيي چې وسله‌والو غوښتل پټلۍ د بارودو په وسیله والوځوي، څو ټرېن ته مستقیم زیان ورسوي، خو ټرېن له چاودنې مخکې تېر شوی وو

په جعفر ایکسپریس له دې وړاندې برید

مهمه ده چې یادونه وشی چې د روان کال د مارچ په ۱۱مه، د ناقانونه وسله‌والې ډلې بلوچ لېبرېشن آرمي   غړو هم دې جعفر ایکسپریس اورګاړي پټلۍ ته چاودنه ورکړه او د بولان ولسوالۍ د لیرې پراته غرني درې په سیمه کې يې د مسافرو اورګاډی ودرول، چې له امله یې له ۴۴۰ څخه ډېر مسافر یرغمال کړل

د امنیتي سرچینو له مخې، د امنیتي ځواکونو لوري عمليات پيل کړل چې مسافر د ترهګرو له منګولو خلاص کړي.

مهمه ده چې یادونه وشی چې له اپریشن پیل کیدلو وړاندې ترهګرو ۲۶ مسافر شهیدان کړل ، په دې اپریشن کې ۴ امنیتي ځواک اهلکار هم شهیدان شول،   د اپریشن په  ترڅ کې يې ۳۳ ترهګر له منځه یوړل  او پاتې ټول مسافر له امنیتي ځواکونو له لوري وژغورل شو

نورخبرونه: بلوچستان کې ترهګریز برید: د پاکستان پوځ پینځه ځوانان شهیدان شوي

Related Articles

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي

January 29, 2026

د نیپاه وژونکي وایرس په اړه هندي چارواکي له ډسمبر ۲۰۲۵ راهیسې په لوېدیځ بنګال کې یوازې د دوو پېښو اعتراف کړې دې

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *