پېښور : په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد کریک ډاون نور هم سخت شوی، او ایف سي، ایف آیي اې او پولیسو د بېلابېلو سیمو په کمپونو او استوګنه ځایونو کې پراخه عملیات ترسره کړي دي
د ایف آی اې د پېښور زون وایی هغه افغان وګړو پر ضد چې په غیر قانوني توګه یې د پاکستان قامی د پيژندګلو او نور اسناد ترلاسه کړي یا یې هڅه کړې، عملیات روان دي. د هم په دی لړۍ کې د انساني قاچاق ضد څانګې په پېښور کې په یوه هدفی کاروایۍ کی ۵ غیر قانوني مېشت افغان وګړي نیولي دي.
د ایف آی اې ترجمان وايي، عملیات د پېښور د ډبګړي سیمې په یو شخصي هوټل کې ترسره شول، چې له هغه ځایه علي خان، اجمل، قاسم، احمد او حمزله په نوم افغان اوسیدونکی ونیول شول. د دوی له قبضې څخه د افغانستان اسناد او د پاکستان شناختي کارډونه هم برآمد شوي دي.
په ابتدایي پلټنو کې څرګنده شوې چې نیول شوي کسان د غیر قانوني لارو څخه پاکستان ته داخل شوي او غوښتل یې چې د جعلکارۍ له لارې د پاکستان پېژندګلو کارډونه او پاسپورټ ترلاسه کړي. تحقیقات ښيي چې ملزمانو پلان درلود د دغو جعلي اسنادو په وسیله د سعودي عرب د کار ویزا ترلاسه کړی
ایف آی اې وايي، د نیول شویو پر ضد مقدمه درج شوې او نور شکمن کسان د نیول کېدو په هدف لټول کېږي. د ترجمان په وینا، د ملزمانو په نشاندهۍ نور عملیات دوام لري