تازه خبرونه

د  پاکستان قامي کرکټ لوبغاړي نسیم شاه پر کور د ډزو پېښه شخصي دښمني وه

د کوز دیر سره تعلق لرونکي د پاکستان قامی کرکټر نسیم شاه په کور برید ترهګری ګرځولی شوی وه خو وس پولیس وایی د کورنۍ شخړه وه
امنیتی چارواکی د پلټنو وروستو وایی د نسیم شاه پر کور دا برید شخصی دښمني وه

په دې وروستیو کې د پاکستان قامي کرکټ لوبغاړي نسیم شاه پر کور د ډزو پیښه شوه وه او د کور دروازه او پر کور کی یو موټر ته زیان رسیدلې وو

کوز دیر: د ۸ نومبر ۲۰۲۵ پر مهال په کوز دیر کې د کرکټر نسیم شاه په پلرني کور ډزې شوې وې چې په نتیجه کې د کور ودانیو او موټر ته زیان رسېدلی و. لومړني راپورونو ترهګري اړخ ته اشاره کوله، خو وروستي معلومات دا څرګندوي چې پېښه هیڅ له ترهګرۍ سره هیڅ کوم تړاو نه لري.

مصدقه سرچینو ویلي، د ډزو تر شا شخصي دښمني او د ځمکې پر سر شخړه وه. یاد جنجال د نسیم شاه د کورنۍ او د دلاور او محمد دین ډلې تر منځ د غنمو د کروندې د حقونو په اړه روان و، او همدغه لانجه د ډزو لامل ګرځېدلې ده

پولیسو په پېښه کې تورن کسانو کې  درې تنه نیولي دي او پلټنې لا هم روانې دي. چارواکي وایي چې د پېښې ټول اړخونه څېړل کېږي او د قانون مطابق به اقدام کېږي. د پولیسو په وینا دا پېښه یو کورنی شخړه وه او دا کوم ترهګریز برید سه تړاو نه لري

نورخبرونه: دیر کې ترهګریز برید: د قامي کرکټ لوبغاړي نسیم شاه پر کور ډزې شوي

Related Articles

د پاکستان JF-17 تھنډر جنګي الوتکه د نړیوالو دفاعي صادراتو مهمه برخه ګرځېدلې، او په بهر کې یې د څو میلیارډ ډالرو تړونونه ترلاسه کړي

March 5, 2026

د یوې جاپاني ښځې د AI انیمي کرکټر سره سمبولیک واده د ډیجیټل اړیکو او اخلاقي حدودو په اړه بحثونه بیا راپورته کړل

March 5, 2026

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *