تازه خبرونه

د اسلامي هیوادونو د سازمان عمومي سيکتري ځانګړې استازې کابل ته راغلې

د اسلامي هیوادونو سازمان ځانګړي استازی په افغانستان کی د مختلفو چارواکوسره لیدنه کړې ده
اسلامي هیوادونو سازمان ،او آیی سي د مسلمان هیوادونو تنظیم دې او اسلامي نړۍ د یووالي لپاره کار کوي

د اسلامي هیوادونو سازمان سرمنشي ځانګړې استازې طارق علي سره د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره مهمه لیدنه کړې وکړه

اسلام اباد/کابل: د اسلامي همکارۍ سازمان   د سرمنشي د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخیت، کابل ته خپل رسمي سفر کړی، نوموړی د او آیی سي د عمومي سيکتر  پلاوي او د دغه سازمان د کابل د دفتر د چارواکو له یوې ډلې سره ملګری وو

د سفر پر مهال، ځانګړي استازي د افغانستان له یو شمېر وزیرانو او لوړپوړو چارواکو سره بیل بیل ملاقاتونه کړی . دوی د بهرنيو چارو  وزير مولوي امیرخان متقي سره د ملاقات په وخت د افغانستان اړوند مهم موضوعاتو باندې ټینګار کړی او هغه مسایل چې د اسلامي سرمشریزې او د بهرنیو وزیرانو د شورا په پرېکړو کې ځای لري تکرار کړې دي

دواړو لورو د افغانستان په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان د وزیرانو د تماس ډلې د وروستي غونډې پایلې هم وڅېړلې، هغه غونډه چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د روانې ناستې ترڅنګ په نیویارک کې ترسره شوې وه.

مهمه ده چې یادونه وشي چې د خبرو اترو مرکزي ټکي د افغان ولس لپاره د اسلامي نړۍ هیوادونو سازمان، او آیی سي پر دوامدار ملاتړ، د رغنده تعامل پر اهمیت، او د هغو اساسي موضوعاتو پر مخ بیولو باندې بحث وشو چې د سازمان په پرېکړو کې ورته اشاره شوې ده

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *