تازه خبرونه

پاکستان کې له افغانستان څخه زیات پښتانه ژوند کوي

د پاکستان دفتر خارجه ویاند پرون په اوونیز خبري بریفنګ کې ویلي وو چې افغانستان کې یوه لابي ده چې له بهر څخه پیسې اخلي او پاکستان پر ضد ی کاروي
د پاکستان چارواکو ترمخه افغان طالبانو په ملاتړ ټي ټي پي ترهګر افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

افغان طالبانو رژیم ته مو د ترهګرو ښکاره ثبوته ایښودلې او ددوی پر ضد مو د اقدام کولو غوښتنه کړې ده : دفترخارجه

د ترهګرو د فعاليت لپاره له کارېدو څخه وساتي،په خپله خاوره ترهګرو له اجازه ور نه کړي  او د کالعدم ګرځول شوو وسله والو ډلو  پر ضد سخت ګامونه پورته کړي

پرون په پلازمینه  اسلام اباد کې په اوونيز خبري بريفنګ کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند طاهر اندرابي د پاکستان او افغانستان په اړه یو مهم ټکي ته د نړۍ او اړوند چارواکو پام راوګرځاوه.

اندرابي اوویل چې افغان طالبان د پښتون قومیت مسلې ته هوا ورکولو هڅې کوي، ټینګار ی وکړو چې له افغانستان څخه خو زیات پښتانه په پاکستان کې ژوند کوي

اندرابي دا هم اوویل  چې په پاکستان کې فعال زياتره ترهګرې ډلې د افغان وګړو څخه تشکيل شوې دي او د هغوی په اړه ټول شواهد د افغان موقت حکومت سره شريک شوي دي ، د هغه په وینا افغان رژیم  ته په کار ده چې خپله خاوره د ترهګرۍ لپاره د استفادې څخه منع کړي او خپله خاوره د پاکستان پر ضد د کارولو کله هم اجازه ور نه کړي

طاهر اندرابي وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کولو لپاره فتوی ورکړل شوې، خو پاکستان د ترهګرۍ د ریښې ختمولو لپاره پوره عزم لري او ترهګري په له جرړو اوباسي.د اندرابي په وینا د افغان طالبانو په حکومت کې دننه داسې کړۍ شته چې له بهر هیوادونو  څخه مالي ملاتړ تر لاسه کوي او د پاکستان پر ضد يې کاروي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند وړمه ورځ په اوونیز خبري کانفرنس کې د ايران د منځګړيتوب هڅې هم وستايلې او زياته يې کړه چې پاکستان باوري دی چې ايران کولای شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي. همدارنګه نوموړي وويل چې د روسيې د هر مثبت رول هرکلی به هم وشي

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *