تازه خبرونه

افغان حکومت: د بېلابېلو سرحدونو راستانه شويو مهاجرينو ته پراخ خدمات وړاندې شوي

افغان چارواکي وایی د مختلفو ګاونډی هېوادونو څخه د افغان کډوالو د واپسئ لری دوام لري

1 min read

پاکستان لوری افغان کډوالو لپاره سرحدونه پرانستي دي

افغان چارواکي وایی پرون له پاکستان راستنې شویو افغان کورنیو ته ۱۱۱۰۷۰۰یولس لکه، لس زره او اووه سوه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

November 15, 2025

کابل : د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د جمعې ورځې د ۱۴۴۷هـ ق د زمری ۲۳مې نېټې (۱۴۰۴/۸/۲۳هـ ل) اړوند خپل تازه ورځنی کاري راپور خپور کړی چې له مخې یې د هېواد له بېلابېلو پولو څخه په اجباري توګه راستانه شويو افغان مهاجرينو ته د ثبت، انتقال، روغتيا، مرستو او عامه پوهاوي په برخو کې پراخ خدمات ورکړل شوي دي.

هرات – اسلام کلا

د ثبت او استقبال کمېټې د اسلام کلا له لارې د ۳۲ کورنیو (۱۰۳ افرادو) د راستنېدو او ثبت راپور ورکړی. د مالي چارو کمېټې یادو کورنیو ته ۲۰۴ زره افغانۍ نغدې مرستې ورکړې دي

نیمروز – ورېښمو لار

دلته د ۲۴ کورنیو (۸۸ افرادو) ترڅنګ ۱۳۹۷ مسافر هم هېواد ته داخل شوي او ثبت شوي دي. د مالي چارو کمېټې له ۲ کورنیو سره ۸۰۰۰ افغانۍ مرسته کړې

د روغتيا او خدماتو کمېټو د ۷۴۳ کسانو د تداوي، او ۲۴ سیمکارتونو د وېش ترڅنګ پراخ عامه پوهاوی هم ترسره کړی.

کندهار – سپین بولدک

د سپین بولدک له لارې ۱۰۷۹ کورنۍ (۶۷۰۵ افراد) هېواد ته داخل شوې دي. د ټرانسپورټ کمېټې ۶۴۳ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او ورته نږدې ۵.۵ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړې ده

د مالي چارو کمېټې له ۹۳۶ کورنیو سره ۷.۷ میلیونه افغانۍ مرسته کړې.د خدماتو برخې ۱۰۷۸۰ ډوډۍ، اوبه او ۸۶۲ وړیا سیمکارتونه وېشلي دي

ننګرهار – تورخم

د تورخم له لارې ۳۴۵ کورنۍ (۱۹۳۷ افراد) ثبت او بایومیټریک شوي دي، ۴۳۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او ورته ۱.۴ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړل شوې.د مالي چارو کمېټې له ۵۱۶ کورنیو سره ۴.۲ میلیونه افغانۍ مرسته کړې.۳۴۳ وړیا سیمکارتونه وېشل شوي او پراخ عامه پوهاوی ترسره شوی دی.

کابل – مرکز

له مرکز څخه ۲۱۱۲ کورنۍ (۱۱۹۱۶ افراد) هېواد د ۱۶ ولایتونو په لور خوندي لېږدول شوي او ۶.۴ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

اړوند ادارې د پاکستان څخه واپس راستانه شوي افغان کډوالو ټوله شمیره هم په دې ډول لیکلې ده

ثبت شوي مهاجرین: ۱۴۸۰ کورنۍ / ۸۸۳۳ افراد

لېږدول شوي مهاجرین: ۳۱۸۶ کورنۍ / ۱۷۵۴۲ افراد

مرستې ترلاسه کړي مهاجرین: ۱۴۸۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۲۲۹ عدد

افغان طالب چارواکو په راپور کې ویلي دي چې د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون لوري بشپړ هڅې روانې دي چې په اجباري توګه راستانه شويو افغانانو کورنیو  سره بېړنۍ او دوامدارې مرستې لا پیاوړې کړي

مهمه ده او باید یادونه وشی چې د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې په پاکستان کې میشت افغان کورنۍ به افغانستان ته واپس ولیږي، پاکستاني چارواکي وایی هیڅ کوم افغان وګړي ته اجازه ور نه کړي چې پرته له قانوني اسنادو پاکستان کې ژوند او کاروبار وکړي

نورخبرونه: حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *