تورخم: د افغان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء لوري د جوړو شوو کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې، راپور چې د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۲هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۲۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري، په راپور کې وایی چې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي
د اسلام کلا له لارې (۵۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۴) کورنیو سره مجموعًا (۳۸۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۳۸۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹)کورنیو سره مجموعًا (۷۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۷۶۴)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۳۳)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د سپین بولدک له لارې (۸۲۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۲۰۳)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي ، ده سپین بولدک څخه (۹۵۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۷۰۰)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۹۹۲۴۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۱۴)کورنیو سره مجموعًا (۷۶۱۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي
غذا: په سپین بولدک کې (۱۲۸۲۸)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۳۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د تورخم له لارې (۴۴۶)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۵۰۹)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي، له تورخم څخه (۵۰۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۲۹۲)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۶۲۵۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده ،د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۵۹)کورنیو سره مجموعًا (۳۸۴۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۷۲)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو
له کابل څخه (۱۹۹۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۲۳۱)تنه و، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، سمنګان، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۳۷۴۸۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده، د ټولو کمټو راپور په لاندې ډول ورکړل شوې
ثبت شـــــوي مهـاجرین: (۱۳۵۳)کورنۍ او (۷۰۶۱)افراد
لېږدول شـوي مهـاجرین: (۳۴۴۸)کورنۍ او (۲۷۲۲۳)افراد
مرسته شوي مهــاجرین: (۱۴۳۶)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۳۳۸)عــــدده
نورخبرونه: افغان مهاجرنیو کورنۍ په تورخم سرحد افغانستان ته داخلې شوې