د ملګری ملتونو پرمختیایی اداره یو این ډی پي په خپل رپورټ کی وایی افغانستان د تېرو څو لسیزو راهسی له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په وینا ده د هېواد له لسو کورنیو نهه د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او د ژوند د دوام داره ساتلو لپاره اړ دي چې پور واخلي یا خپل د خپلی کورنئ توکي وپلوري
د یو ای ډي پي د تازه راپور له مخې، پراخه اقتصادي ستونزې، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ډلهییزې واپسې او تکراري طبیعي ناورینونه د میلیونونو خلکو کړاوونه نور هم ژور کړي دي. راپور څرګندوي چې له هر لس افغانو څخه یو تن چې بهر اوسېده، اړ شوی چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي ، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي
له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ۴.۵ میلیونه زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې د افغانستان د نفوس کچه یې شاوخوا لس سلنه لوړه کړې ده. دا ناڅاپي زیاتوالی، د کار د کم فرصتونو او د نړیوالې مرستې د کموالي له امله، د افغانستان پر نازکې اقتصاد باندې سخت فشار راوستی دی
طبیعي ناورینونو بحران لا پسې کړکېچن کړی دی. په دې وروستیو کې افغانستان کې زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ له ۸ زرو زیات کورونه ویجاړ کړي او د عامه خدمتونو نظام یې په ځانګړې توګه په هغو کلیوالو سیمو کې سخت زیانمن کړی چې ډېری بېرته راستنېدونکي افغانان پکې مېشت شوي دي.
راپور دا هم څرګندوي چې له طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو ګډون د کار په ځواک کې په شدیده توګه کم شوی دی. اوس ښځې یوازې شپږ سلنه د کار ځواک جوړوي، چې له امله یې د کورنیو عواید او د هېواد اقتصادي فعالیتونه نوره هم محدود شوي دي
په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې کچه د اندېښنې وړ ده، یو این ډي پي خبرداری ورکړی چې که بیړني اقدامات و نه شي، نو د لوږې، بېځايه کېدو او ټولنیزې بېثباتۍ خطر به نور هم زیات شي. دغه اداره له نړیوالو مرستندویه سازمانونو او سیمهییزو هېوادونو غوښتنه کوي چې د افغانستان د ژر خرابېدونکي بشري وضعیت د مهار لپاره ګډ اقدام وکړي
نورخبرونه: د ملګري ملتونو ادارې یوناما ویلي دي چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۱۳۹،۶ ملیونه ډالرو اړتیا ده