تازه خبرونه

اسلام‌اباد ځانمرګی برید: د درې کلونو وروسته پلازمېنه یو ځل بیا ولړزېدله

په ۱۱م نومبر د اسلام اباد په جوډیشل کمپلیکس یو ځانمرګي برید په پایله کې ۱۲ ملکي وګړي شهیدان شول
د اسلام آباد ځانمرګي برید کوونکي په موټر سایکل د برید ځای ته راغلې

دا ځانمرګی برید د نومبر په ۱۱ نېټه ترسره شوی و، چې په کې د وکیلانو په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړې وو او تر ۳۶ پورې عام وګړي ټپیان شوي وو

اسلام‌اباد : د درې کلونو تر وقفې وروسته، د پاکستان په پلازمېنه کې ځانمرګي برید یو ځل بیا د هېواد امنیتي ادارې، ولس او نړیواله ټولنه حیرانه کړې ده. د دوشنبې په ماسپښين د اسلام‌اباد د ضلعې محکمې په انګړ کې زوروره چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې ووژل شول او تر ۳۵ زیات کسان ټپیان شول، په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي

د عدلي راپورونو له مخې، بریدګر شاوخوا ۸ تر ۱۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کارولي وو چې د فلزي ټوټو او بال‌بیړنګونو سره سمبال وو، څو مرګ‌ژوبله زیاته کړي

د وانا  کیډټ کالج ناکام برید

له دې پېښې وړاندې، وسله‌والو پر وانا  کیډټ کالج د ۲۰۱۴ د پېښور د آرمي پبلک سکول په څېر برید هڅه کړې وه. نږدې ۶۰۰ زده‌کوونکي هغه مهال په کالج کې وو، خو امنیتي ځواکونو د وخت په سر عملیات وکړل او برید یې شنډ کړ، ټول زده‌کوونکي او استادان خوندي پاتې شول.

د پاکستان او افغانستان خبرو درېدنه

د اسلام‌اباد برید په داسې وخت کې شوی چې د پاکستان او افغانستان درېیم پړاو مذاکرات بې‌نتیجې پای ته رسېدلي. د دوحې او استانبول له خبرو وروسته دواړه هېوادونه ونه توانېدل چې د ترهګرۍ پر ضد ګډه تګلاره جوړه کړي. پاکستان ټینګار کوي چې د تحريک طالبان پاکستان  وسله‌وال له افغان خاورې څخه بریدونه تنظیموي ، د روان کال په اوږدو کې، په هېواد کې تر ۴۳۰۰ زیاتې ترهګریزې پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي ، ډېری په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دا بریدونه ترسره شوي دي،  د اسلام‌اباد وروستی برید د پلازمېنې امنیتي وضعیت ته د جدي ننګونې پیغام ورکوي.

د چارواکو څرګندونې

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د پېښې له ځایه د لیدنې پر مهال وویل، چې زموږ لومړیتوب د بریدګر پېژندل دي، ټول شواهد ښيي چې دا برید له افغان خاورې سره تړاو لري. هغه زیاته کړه، په تېرو دوو میاشتو کې په پاکستان کې ۲۳ ترهګریز بریدونه شوي چې ۱۷ یې د افغانستان له خاورې پلان شوي و.

خو د افغان طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه رد کړي، او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي

اسلام‌اباد د وسله‌والو نوی هدف

اسلام‌اباد تر دې وړاندې هم خونړۍ پېښې لیدلې دي ،  د ۲۰۱۴ کال د محکمې چاودنه چې ۱۱ تنه پکې مړه شول او د ۲۰۰۸ کال د میریټ هوټل برید چې له ۶۰ زیات کسان یې ووژل. د امنیتي شنونکو په باور، دا وروستی برید دا پیغام لري چې وسله‌وال غواړي وښيي، هغوی اوس د پاکستان فدرالي پلازمېنې ته هم لاسرسی لري

په سیمه کې د ترهګرۍ د نوې څپې خبرداری

په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ دا تازه څپه د یوې پټې جګړې نښې ښيي، چې پکې تندلارې ډلې د سیاسي او دیپلوماتیکو کمزورۍ څخه ګټه اخلي. تر هغه چې اسلام‌اباد او کابل ګډ دریځ خپل نه کړي، د دواړو هېوادونو لوی ښارونه به له جدي ګواښ سره مخ وي

د اسلام‌اباد وروستی برید ښایي د یوې نوې ترهګریزې څپې پیل وي ، اوس پوښتنه دا نه ده چې بل برید به چیرې وشي، بلکې دا ده چې ایا پاکستان د ترهګرۍ د نوې څپې پر درشل ولاړ دی؟

نورخبرونه: اسلام آباد کې ځانمرګي برید: دولس ۱۲ کسان شهیدان شوي

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *