تازه خبرونه

پاکستان ټینګار کوي: د افغانستان له خاورې پر پاکستان د ترهګرۍ مخنیوي لپاره به عملي ګامونه پورته کړي

اسلام آباد، ۹ نومبر ۲۰۲۵: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د استانبول خبرو په اړه تفصیلي بیان خپور کړ، چې د نومبر د ۶–۷ په ورځو د ترکیې او قطر د ورور هېوادونو د منځګړتوب لاندې ترسره شوې وې
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سولې لپاره نن ایران بهرنیو چارو وزیر وړاندیز کړې چې د سولې لپاره به فعال رول ولوبوي

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې له افغان طالبانو لوري پاکستان سره لیکلې ژمنه نه کولو وروسته د ځنډ ښکار شوي د ي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لوري د استنبول خبرو په اړه بیان خپور شوې، په بیان کې ویل شوي چې د خبرو اترو دریم پړاو د نومبر په ۷، ۲۰۲۵ په استانبول کې پای ته ورسېد. پاکستان د ترکیې او قطر د ورور هېوادونو د صادقانه هڅو ژوره قدرداني وکړه، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي په مسله یې منځګړتوب کړی دی.

د وزارت په وینا، له طالبانو د واک ترلاسه کولو راهیسې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه په ډراماتیک ډول زیات شوي، خو پاکستان تر دې دمه د ملکی او پوځي تلفاتو سره سره اعظمي حوصله ښوولې او انتقامي اقدامات یې نه دي کړي. پاکستان تمه درلوده چې طالبان به د TTP/FaK او نورو وسله‌والو پر ضد مشخص او عملي اقدامات وکړي.

بیان کې زیاته شوه چې پاکستان د افغانستان سره په مثبت ښکېلتیا هڅې کړي دي، په دې کې دوو اړخیز سوداګریز امتیازات، بشري مرستې، تعلیمي او طبي ویزې شاملې دي، څو افغانستان یو باثباته، سوله‌ییز او هوسا هېواد شي. خو د طالبانو رژیم ځواب یوازې تشې ژمنې او بې عملۍ وې.

پاکستان ټینګار وکړ چې TTP/FaK او BLA/FaH د پاکستان دښمنان دي، او هر څوک چې هغوی ته پناه ورکوي یا ملاتړ یې کوي د پاکستان دوست نه ګڼل کېږي. پاکستان پوره عزم لري چې خپلې خاورې او خلک خوندي وساتي، او په عین وخت کې د سولې او ډیپلومیسۍ ملاتړی پاتې کېږي.

بیان کې وویل شول چې پاکستان په دوحه کې د موقت اوربند موافقه ومنله او په استانبول کې یې د اغیزمن څارنیز میکانیزم د جوړولو لپاره رغنده هڅې وکړې، خو طالبان هڅه وکړه چې د ترهګرۍ اصلي مسله له بې اساسه تورونو سره ګډه کړي او خبرې اوږدې کړي، پرته له دې چې مشخص اقدامات وکړي.

بیان همدارنګه یادونه وکړه چې طالبان هڅه کوي د پاکستاني ترهګرو پټیدل په افغانستان کې د بشري حقونو مسله وښيي. د پاکستان د ۲۰۱۵ کال د عملیاتو “ضرب عضب” وروسته، د ټي ټي پي وسله‌وال افغانستان ته تښتېدلي، د طالبانو سره یې د نیټو او امریکایی ځواکونو او افغان حکومت پر ضد مرسته کړې، او اوس د طالبانو رژیم لخوا ساتل کېږي. پاکستان څو ځله د دغو ترهګرو د سپارلو غوښتنه کړې، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې.

پاکستان څرګنده کړه چې هر پاکستاني چې په افغانستان کې ژوند کوي او د دوی کورنۍ، باید د تورخم یا چمن سرحدي چوکاټونو کې وسپارل شي، خو د وسله‌والو او تجهیزاتو سره نه. پاکستان هېڅکله له ترهګرو ډلو سره خبرې نه کوي.

بیان ټینګار وکړ چې طالبان هڅه کوي په پاکستان کې پښتونوالی تحریک کړي، خو د پاکستان خلک پوه دي چې عام وګړي د افغانستان له خاورې د ترهګرو د بریدونو اصلي قربانیان دي. د پاکستان وسله وال ځواکونه د خلکو د ژوند او شتمنیو ساتنه کوي، او ټول ملت ورسره ولاړ دی.

د بهرنیو چارو وزارت په پای کې وویل چې پاکستان د خپلو وسله‌والو ځواکونو او خلکو په مرسته د افغانستان له خاورې پر پاکستان د ترهګرۍ د ختمولو او د ملاتړو، همکارانو او مالي ملاتړ کونکو پر ضد د اقداماتو لپاره پوره عزم لري، او همدارنګه د سولې او سیمیزې ثبات ملاتړ ته ژمن پاتې کېږئ

نورخبرونه: د پاکستان او افغانستان شخړه: ایران لوري د سولی لپاره وړاندیز شوې

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *