اسلام آباد: په داسې وخت کې چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ تاوتریخوالې زیات شوي دې ،هند د پاکستان او افغانستان ترمنځ اور زیاتیدلو لپاره اور ته لمن وهي او د دوحه خبرو وروسته د استنبول مذاکرات هم له ناکامۍ سره مخ دي ، د پاکستان او افغانستان ګاونډي هیواد اسلامي جمهوریه ایران د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې راوستلو لپاره د منځګړتوب وړاندیز کړې دې
د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د پاکستان له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار او د افغانستان د اسلامي امارت له سرپرست بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره جلا ټليفوني خبرې کړي دي۔
عراقچي د خبرو پر مهال د متقابل تفاهم، سيمهييزې همکارۍ او د غلط فهميو د کمولو پر اهميت ټينګار کړی۔ د افغانستان د بهرنیو چاور وزارت په ایکس پاڼه باندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي سره د ټیليفوني خبرو تاید کړې دې او ویلي دي چې ایران ورته د پاکستان سره د سولې راوستلو لپاره د منځګړي په توګه د کار کولو وړاندیز کړې دې
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ټیلیفوني خبرې وکړې.
— HTN Pashto (@htnpashto) November 9, 2025
په دې مکالمه کې دواړه لوریو د دوو اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې. pic.twitter.com/Z11bGgKtB4
د ایران وزیر خارجه د سولې لپاره د وړاندیز پر مهال د ايران ژمنه تکرار کړه چې تهران غواړي له دواړو ګاونډيانو سره اوږدمهاله او دوستانه اړيکې پياوړې کړي، او له سيمهييزو هېوادونو ی وغوښتل چې د ثبات د ټينګښت لپاره د متقابل تعامل بهير ته دوام ورکړي
د افغانستان او پاکستان دواړو چارواکو د سولې، تفاهم او ډيپلوماتيکو حللارو ملاتړ څرګند کړی، او د ايران هڅې يې وستايلې چې تل د جنوبي او مرکزي آسيا ترمنځ د يو فعال منځګړي او د پول جوړوونکې رول لوبوي مهمه ده چې یادونه وشی چې د افغان طالبانو لوري په پاکستاني سرحدي سیمو بریدونو وروسته پاکستان له ۱۲ام اکتوبر راهیسي چې نن ۲۹ م ورځ ده سپین بولدک او تورخم دروازې د عام مسافر د تګ راتګ او سوداګریز فعالیتونو پر مخ تړلي دي ، پاکستان یوازې د افغان کډوالو پرم سپین بودلد او تورخم دروازه له لومړي نومبر څخه خلاصه کړي ده
نورخبرونه: د استنبول خبرو حقیقت څه دې؟د افغان طالبانو ګمره کوونکي بیانونه