تازه خبرونه

نولس زره،اته سوه او یوشپیته، ۱۹۸۶۱افغان وګړي مو بیله بیلو ولایتونه ته انتقال کړي: افغان طالبان  

افغان طالبان وایی پاکستان څخه راستنې شوې افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوو
پاکستان لوري له لومړې نیټې د نومبر افغان کډوالو پر مخ سرحدونه خلاص شوي دي

افغان طالبان وایی دوی په سرحدي سیمو کې افغان کډوالو لپاره مرکزونه جوړ کړي دي

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د افغان کورنیو په اړه چې افغانستان ته راستنې شوی، ورځنې راپور خپور کړې ، راپور کې وایی کوم چې د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۱۶هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۱۶هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي

د اسلام کلا له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۷) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۷) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۱)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۵۸۳)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵)کورنیو سره مجموعًا (۳۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۷۴۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۲۸)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو. د سپین بولدک له لارې (۱۱۰۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۲۸۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

له سپین بولدک څخه (۵۶۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۴۸۰)تنه و، کندهار، هرات، لوګر، زابل، غزني، پکتیکا، فراه، هلمند، نیمروز او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۰۱۳۵۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳۶۱)کورنیو سره مجموعًا (۱۱۴۹۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۹۳۹۸)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۳۱۵)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د تورخم له لارې (۴۹۴)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۵۰۶)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي. له تورخم څخه (۸۵۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۶۵)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۳۷۴۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰۹۲)کورنیو سره مجموعًا (۹۰۹۴۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده.د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۸۷)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د بهرامچې له لارې (۱۴۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۰۴)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

 د هلمند له بهرامچې څخه (۱۸۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۸۵)تنه و، نیمروز او کندهار ولایتونو، لښکرګاه، خانیشن، صفار، دیشو او ګرمسیر ولسوالیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۳۹۰۴۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۴۹)کورنیو سره مجموعًا (۱۳۱۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

له کابل څخه (۱۶۳۱)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۶۳۱)تنه و، فاریاب، خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، کندوز، بلخ، سرپل، تخار او جوزجان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۶۵۸۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د افغان طالبانو حکومت اړوند ادراې د ټولو راستنې شوو کورنیو راپور په دې ډول ورکړې دې 

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۱۸۰۹)کورنۍ او (۹۹۵۲)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۳۲۲۵)کورنۍ او (۱۹۸۶۱)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۲۶۴۴)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۲۱۳۰)عــــدده

نورخبرونه: حکومت پاکستان په خیبر پښتونخوا کښې د افغان مهاجرینو پینځه کیمپونه تړلو پریکړه کړې

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *