تازه خبرونه

د پاکستان روښانه دریځ: افغان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شي

د دوحه تړون وړاندې او له دې وروسته د پاکستان افغان طالبانو وړاندې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو په ضد دریځ روښانه دې چې ددوی په ضد دې اقدام وشي
افغان رسنۍ او افغان طالبان، له بده مرغه نړۍ هم ګمراه کوي او افغان اولس هم، ځکه دوی لیکلې ژمنه نه کوي

د کارپوهان ترمخه استنبول خبرو پر مهال د پاکستان دریځ روښانه وو، د افغانستان خاورې د پاکستان پر ضد د نه کارولو دې افغان طالبان لیکلې ژمنه وکړي

د افغانستان طالبانو سره د اسلام‌اباد مذاکراتي تګلاره له لومړي پړاو څخه  تر اوسه روښانه او یوازې په یوه نقطه ولاړه پاتې ده- د ۲۰۲۵ د اکتوبر نولسمې نېټې په دوحه کې د لومړۍ ناستې څخه تر استانبول کې د دوهم او درېیم پړاو خبرو پورې، پاکستان تل یوازې یوه غوښتنه تکرار کړې او هغه داده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ د اډو په توګه نه کارول کېږي

د راپورونو له مخې، د استانبول په وروستیو مذاکراتو کې هم د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ دغه موضوع ترخبرو لاندې راغلې وه  خو د دواړه لوري غوښتنې یو بل ته د منلو وړ ونه ګرځېدې

د افغان رسنیو ادعاوې او د پاکستان وضاحت

د آریانا نیوز او یو شمېر نورو افغان رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان له طالبانو څخه د فضا د کنټرول په اړه د باور غوښتنه کړې او یا یې د ترهګرو د افغانستان خاورې ته د انتقال خبره مطرح کړې ده خو د پاکستاني چارواکو په وینا، د دوی یوازینی غوښتنه دا ده چې افغان حکومت دې په لیکلي ډول پاکستان ته باور ورکړي  چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان پر ضد بریدونه نه ترسره کېږي

د اسلام‌اباد دریځ او امنیتي اندېښنې

اسلام‌اباد ټینګار کوي چې پاکستان د سرحدي سیمو له لوري د ترهګرۍ ښکار دی ،  په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان  او د بلوچستان د ازادۍ پوځ   ډلې هغه فعالیتونه چې د هېواد د داخلي امنیت لپاره جدي خطر ګڼل کېږي
پاکستاني چارواکي وایي چې د ملي امنیت حاکمیت او د خپلو وګړو تحفظ د دولت لومړنۍ ځانګړتیاوې دي  نو ځکه یې له کابل څخه غوښتنه کړې چې د دغو ډلو د افغان خاورې دننه فعالیتونه پای ته ورسوي او دې ترهګرو ډلو په ضد اقدام وکړي

د ټي ټي پي  موضوع او مذاکراتي اختلاف

راپورونه وایي، پاکستان له وړاندې له افغان لوري غوښتنه کړې وه چې د ټي ټي پي  وسله‌وال د سرحدي سیمو څخه لرې، د غزني په څېر سیمو ته انتقال شي، خو د طالبانو ځواب مایوسوونکی و.په همدې بنسټ، پاکستان د مذاکراتو پر مهال دا پوښتنه راپورته کړه چې کله چې تېر وړاندیز رد شو، نو بیا د همدې غوښتنې تکرار ولې معنا ولري؟ دا پوښتنه د خبرو اترو فضا کې د تاوتریخوالي او بې‌باورۍ سبب ګرځېده.

 د ټي ټي پي په اړه د اسلام آباد روښانه دریځ

اسلام‌اباد په څرګنده توګه ویلي چې که د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه، د ټي ټي پي د نفوذ او سرحدي مداخلې مخه و نه نیسي، نو پاکستان به د خپل ملي دفاع لپاره لازم ګامونه پورته کړي
دغه پیغام د نړیوالو ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې هم لېږدول شوی، څو دا واضح وښيي چې اسلام‌اباد د راتلونکو هر ډول احتمالي سرحدي عملیاتو د مخنیوي لپاره سیاسي او پوځي چمتووالی نیول.

 که افغان طالبان همکاري و نه کړي نو پایله به څه وي؟

د استانبول وروستیو مذاکراتو څرګنده کړه چې که څه هم خبرې دوام موندلې شي  خو د بریالیتوب لپاره یې بنسټیز شرط دا دی چې د افغان خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد فعالیتونه ودرول شي ، تر هغه پرته د باور فضا رامنځته کول ناشوني دي، او د دواړو هېوادونو اړیکې به د بې‌باورۍ او تاوتریخوالي ښکار وي
کارپوهان باور لري چې د نړیوالې ټولنې اغېزمن نظارت او همغږۍ پرته به د دې ډول سرحدي او امنیتي شخړو حل ناممکن وي، د پاکستان او افغان طالبانو اړیکې به ترینګلې وی او دا به د سیمې د امنیتي وضعې په خرابیدو تمامیږي

نورخبرونه: افغان طالبان په قول او فعل کې تضاد لري

Related Articles

د پاکستان د “غصه للحق” عملیاتو تازه معلومات: په افغانستان کې د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان د زیربناوو پر ضد ترسره شوي بریدونه د پولې هاخوا د بریدونو د مخنیوي لپاره دي

March 14, 2026

د پاکستان د ملي سولې کمېټه د ټولو مسلکونو ترمنځ پر یووالي، د وسله والو ځواکونو پر ملاتړ، او د مقدسو ځایونو په ځانګړي ډول د اقصیٰ جومات پر ساتنې ټینګار کوي

March 14, 2026

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د وسله والو پر ضد هدفمند عملیات ترسره کړي، څو د پولې هاخوا بریدونو مخه ونیسي. چارواکي وایي چې دا اقدامات دفاعي او متناسب دي او موخه یې یوازې د هغو ډلو پر وړاندې اقدام کول دي چې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي.

March 14, 2026

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *