تازه خبرونه

افغان طالبان په قول او فعل کې تضاد لري

افغان طالبان خپل ژمنې ماته وي چې له امله ی د سیمې امنیت په اړه سختې اندیښنې را پورته شوي دي
افغان طالبان باید د نړیوال قانون او دوحه تړون ترمخه خپلې ژمنې پوره کړي

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه ،پاکستان بیا بیا له افغان طالبانو غوښتنې چې ترهګرو ډلو په ضد باید اقدام وکړي خو دوی هیڅ کوم اقدام نه دې کړې او ترهګر وس هم د پاکستان پر ضد افغان خاوره کاروي

د افغان طالبانو حکومت د نړیوال تړونونوڅخه سرغړونو سیمه له جدي امنیتي خطرونو سره مخ کړې ده، له دې ژمنو څخه پرله پسې  سرغړونه د نړیوال قانون څخه هم سرغړونه ده او نړیوال هیوادونو به دې د سختو اندیښنو څرګندونه کړې ده

 د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو حکومت د دوحې تړون او نورو نړیوالو ژمنو سربېره، تر اوسه پر افغان خاوره د  هغو وسله‌والو ډلو په ضد  هېڅ ډول پوځي اقدام نه دی کړی چې له ترهګرۍ سره تړاو لري او د پاکستان پر ضد بریدونو پلان کوي او بیا دا بریدونه د  پاکستان پر ضد ترسره کوي

 د افغان طالبانو قول او فعل کې تضاد

د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون له مخې، طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان په واکمن حکومت کې به د قومي اقلیتونو ګډون یقیني کوي، د ښځو د تعلیم او کار حق به خوندي کوي او د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد به اقدام کوي.خو له بده مرغه، د طالبانو حکومت له دې ژمنو ډېری برخې عملي نه کړې. په ځانګړي ډول، د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز لا هم پر ځای دی، او د طالبانو په حکومت کې د غیرپښتنو قومونو استازولي نږدې له منځه تللې ده.

افغان طالبانو ترهګرو ډلو ته آزادي ورکړې

د مستندو راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت القاعده، تحریک طالبان پاکستان   او داعش خراسان ډلو ته بشپړه ازادي ورکړې ده. دغو ډلو ته په کابل کې د اوسېدو، د اسلحو د ساتلو او د فعالیتونو د ترسره کولو اجازه ورکړل شوې ده. دا وضعیت نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره د سختو امنیتي اندېښنو لامل ګرځېدلی دی

د پاکستان د امنیتي اندېښنو زیاتوالی

د افغان حکومت د تګلارو له امله، په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو شمېر زیات شوی. یوازې د روان کال په ترڅ کې، ۱۶ پاکستاني امنیتي سرتېري د ترهګرو بریدونو کې شهیدان شوي، او د ځوابي عملیاتو پر مهال ۱۳۵ افغان تبع ترهګر وژل شوي چې د ترهګریزو فعالیتونو سره یې تړاو درلود

د پاکستان حکومت له ۲۰۲۱ کال راوروسته له طالبانو سره د ښه ډيپلوماتيک تعامل هڅې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت په کچه څلور رسمي لیدنې، د سرحدي همغږۍ کمېټې اته ناستې، او ګڼ شمېر په سیکرتري کچه  ملاقاتونه شوي دي خو افغان طالبان تراوسه خپلو ژمنو په اړه ریښتوني نه دي او دې ترهګرو ډلو پر ضد ی هیڅ کوم اقدام نه دې کړې، پرته له ژمنو پوره کولو افغان طالبانو له لوري د ژمنو خلاف، د تحریک طالبان پاکستان   او د بلوچستان د ازادۍ پوځ   ملاتړ او پناه ورکول لا هم دوام لري، چې دا کار د اسلام‌اباد لپاره د سختې اندېښنې وړ ګرځېدلی

نړیوال غبرګون

نړیوالې ټولنې د طالبانو پر چلند ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د امنیتي کارپوهانو په وینا، که طالبان خپلو ژمنو ته وفادار پاتې نه شي، نو پر افغانستان به نړیوال بندیزونه ولګول شي، چې تر ټولو زیان به یې د افغان ولس وګالي ،  هغه ولس چې اوس هم له سخت اقتصادي او ټولنیز فشار سره مخ دی او افغان ولس د  ژوند له یو شمیر ستونزو سره مخ دي  

د امنیتي شنونکو سپارښتنه د امنیتي کارپوهانو په سپارښتنه  د افغان حکومت لپاره اړینه ده چې خپل چلند سمدستي بدل کړي. که طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام و نه کړي او هغوی ته پناه ورکول روان وساتي، نو د سیمې امنیتي وضعیت به لا خراب شي او دا به افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو په له زیاتو ترینګلتیا تمام شي، په داسې وخت کې ښایی  پاکستان او نور ګاونډي هېوادونه د خپل امنیت د ساتنې لپاره سخت اقدامات وکړي

نورخبرونه

افغانستان د نشه ی توکو پیدا کولو یو لوی مرکز

 پاکستان پلاوي افغان طالبانو ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *