د نړۍ په وړاندې افغانستان یو ځل بیا هغه رول ته راګرځېدلی چې تل یې د دې هېواد نړیوال حیثیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی ، یعنې د منشیاتو تولید، قاچاق، او د نړیوالو بازارونو لپاره د افیون او آئس (کریسټل مېت) تر ټولو لوی مرکز ګرځېدلو وروسته په دې هیواد نړیوالو پوښتنې را ولاړې کړي دي
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو د مخنیوي ادارې تازه راپور یو ځل بیا دا تریخ حقیقت څرګند کړی چې د طالبانو د حکومت د دعوو باوجود، د افغانستان اقتصاد لا هم د منشیاتو له کاروباره سره ژور تړاو لري.
د روان کال د راپور له مخې، په افغانستان کې نږدې ۱۰،۲۰۰ هیکړه ځمکه کې د پوست (افیون) کرل شوي. دا شمېره د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا شل سلنه کمه شوې، خو دا کموالی د مثبت بدلون نښه نه ده. د دې اصلي علتونه طبیعي آفتونه، وچکالي، او د حاصلاتو تباهي وه، نه د طالبانو نیک نیتي یا دولتي اصلاحات چې ددې کرنه ی کمه کړ ېده
په حقیقت کې، طالبانو د پوست پر کرلو ظاهري بندیز اعلان کړی، خو په عملي توګه د قاچاق شبکې، پټې لابراتوارونه او د مصنوعي نشهیي موادو تولید بېساري زیات شوی دا بدلون د دې نښه ده چې د افغانستان د منشیاتو اقتصاد اوس د “ډیجیټلي دور” ته داخل شوی او وس هلته ځکمه نه بلکې کیمیاوي مواد ارزښت لري.
راپور زیاتوي چې افغانستان دا مهال د نړۍ د ټول افیون ۲۰.۲۳ سلنه برابروي، حال دا چې میانمار د ۴۶ سلنې تولید سره په لومړي مقام کې دی، سره له دې، افغانستان د نړۍ لپاره لا هم تر ټولو لوی “خطر” بلل کېږي، ځکه د دې هېواد دننه د مصنوعي نشهیي موادو، په ځانګړي ډول آئس تولید په چټکۍ سره زیاتېږي. دا هغه ماده ده چې هم ارزانه ده، هم ژر جوړېږي، او هم پټه ساتل یې اسانه ده.
د کارپوهانو په وینا، د آئس د تولید لپاره اړین کیمیاوي مواد له هند څخه افغانستان ته رسېږي ، دا یو داسې امنیتي ګواښ دی چې ټولې سیمې ته خطر پېښوي.
دا وضعیت د یو هېواد کورنی مسئله نه ده، بلکې د ټولې سیمې بحران ګرځېدلی. که د افغانستان دا تولید دوام وکړي، نو پاکستان، ایران، د منځنۍ آسیا هېوادونه او آن اروپا به هم د دې “نشهیي څپې” څخه خوندي پاتې نه شي. د افغانستان دننه غیر قانوني لابراتوارونه او د نشهیي موادو مافیا اوس له نړیوالو سمګلرانو شبکو سره تړلي دي، چې د خلیجي هېوادونو او افریقایي لارو له لارې یې مواد د اروپا تر بازارونو رسېږي. د طالبانو د حکومت له لوري پر دې شبکو سترګې پټول دا ثابته ويي چې کابل خپل اقتصاد د منشیاتو پر ستنو ولاړ کړی
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې تر ټولو اندېښمنوونکی حقیقت دا دی چې د پوست په کر کې د کمښت باوجود، د افیون زېرمه لا هم په هغه کچه موجوده ده چې د نړۍ اړتیاوې تر ۲۰۲۶ کال پورې پوره کولی شي. دا ښيي چې طالبان د تېرو کلونو حاصل ذخیره کړی، څو یې د نړیوال بازار له لارې په قسطونو وپلوري او مالي ګټه ترې واخلي. دا نه یوازې د ملګرو ملتونو د قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د نړۍ اقتصاد ته یو “نشهیي بم” هم دی.
افغانستان ته د نړۍ له لوري د منشیاتو ضد جګړه کې تر ټولو زیاته مرسته او مالي ملاتړ ورکړل شو، خو د دې هېواد مشرانو هېڅکله دا مسؤلیت په رښتیني ډول نه دی منلی. طالبان د نړۍ په وړاندې د “افیون پر ضد جهاد” شعار ورکوي، خو عملي واقعیتونه بل څه وایي
کله چې د پوست کر کم شو، لابراتوارونه جوړ شول؛ کله چې سره کمه شوه، کیمیاوي مواد وارد شول؛ او کله چې بزګران بېکاره شول، نو دوی سمګلران شول
نن افغانستان د نړۍ په درېیو سترو نشهیي موادو تولیدوونکو هېوادونو کې شمېرل کېږي. که نړیواله ټولنه کلک دریځ و نه نیسي، نو دا هېواد به ژر د مصنوعي منشیاتو په برخه کې هم هغه رول ولوبوي چې پخوا یې د افیون لپاره لوباوه.طالبانو ته پکار ده چې خپله خاوره د نړۍ لپاره په زهر خانه مه بدلوي بلکې د سولې، تعلیم او پرمختګ لور ته یې یوسي. نړۍ ته هم پکار ده چې یوازې د راپورونو په خپرولو بسنه و نه کړي. افغانستان باید د ملګرو ملتونو د قوانینو لاندې ځوابورکوونکی شي، تر څو دا هېواد د “افیونستان” له تور نومه خلاص او رښتینی سولهییز دولت وګرځي، که داسې و نه شي نو په راروان وخت کې به داسې لیکل وشي چې په داسې وخت کې چې نړۍ پرمختګ کاوه، افغانستان له خپلې خاورې زهر راپیدا کول
نورخبرونه: افغانستان کې که د افیون تولید کم شوې خو د آیس تولید زیات شوې:راپور