...

په سوشل میډیا دې له کنځلو ډډه وشي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ نن سبا روان کړکیچ پر مهال افغانان او دې اړخ ته پاکستانیان یو بل ته بغیر د څه ثبوت ښکاره کولو په کنځلو سر
پوهان وایی چې که د سوشل میډیا فعالان د یو ثبوت یا دلیل په وړاندې کولو کې ناکام شی نو بیا باید بحث پریږدي او کنځلې و نه کړي

کارپوهان وایی چې که بغیر د څه ثبوت یا شواهد وړاندې کولو په سوشل میډیا کنځلې کول پیل شي نو بیا نور تاوتریخوالې پیدا کیږي

د انفارمیشن ټیکنالوجي له امله نن سبا نړۍ د یو ګلوبل ویلج یعني د یونړیوال کلي په څیر بدله شوي ده، یو تن په امریکا کې ناست دې، کینیډا کې دې یا په یورپ کې، که دې مسج ورته ولیږل نو په سیکنډونو کې د هغه موبایل ، یا ایمیل ته ورسیږي او هغه خبر شي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کړکیچ کې په سوشل میډیا پاڼو لیدل شوي د افغانستان ملاتړ کوونکي او د پاکستان ملاتړ کوونکي یو بل ته پرته له کوم ثبوت یا دلیل وړاندې کولو ،یوبل ته کنځلې کوي

د پاکستان او افغانستان اولس د اسلام سپیځلي دین له لارې  یوبل سره تړلي دي ،آخري پیغمبر محمد فرمایی چې مسلمانان ټول د یو جسم په څیر دي ، که د جسم په یو برخه کې درد وي نو بیا ټول جسم کې درد وي.

که دې پورته حدیث ته وکتل شی نو بیا ویلې شو چې د پاکستان او افغانستان وګړي باید د اسلام سپیځلي دین له امله داسې کار و نه کړي چې د  نړۍ خلک اووای چې د اسلام او ایمان په  پړي تړلي دا خلک یو بل ته کنځلې کوي، یو بل ته کنځلې کول، بد رد ویلو سره یو بل سره کرکه پیدا کیږي او نوې نوې دښمنۍ پیل کیږي، نو باید له کنځلو ډډه وشي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ چې کومې ستونزې دي، که هغه د ډیورنډ کرښه ده او که بله کومه ستونزه، باید د دواړو هیوادونو مسلمانان یو بل ته کنځلې و نه کړي ځکه په پاکستان کې دا وس هم په لکونو افغانان ژوند کوي، ددوی کاروبار او ددوی خاندانونه دلته ژوند کوي نو بیا دا مناسب کار نه دې چې افغان وګړي د پاکستان په ضد داسې ټکي وکاروي چې له یو بل کرکه پیدا شي، هم داسې باید پاکستاني وګړي هم د افغانانو په ضد داسې کوم ټکي و نه کاروي ،باید مونږ ټول د صبر او زغم څخه کار واخلو او پرته له کومه ثبتوته یو بل ته کنخل و نه کړو

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.