تازه خبرونه

افغانستان کې که د افیون تولید کم شوې خو د آیس تولید زیات شوې:راپور

د ملګرو ملتونو راپور وایی که څه هم افغانستان کې د افیون کرنه کمه شوې خو بیا ی هم زیات خلک د نورو فصلونو برعکس زیات کري، ځکه دا ګټه زیاته کوي

1 min read

افغانستان کې غنمو او جوارو ته زیان رسیدلې نو بزګرانو ددې زیان پوره کولو لپاره کوکنار کرلو ته پام کړې دې

د افغانستان په زابل، کنړ او تخار ولايتونو کې افیون زیات کرل کیږي

November 6, 2025

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو د ادارې ۲۰۲۵ نړيوال راپور ترمخه افغانستان لا هم د نړۍ د افیون تر ټولو ستر توليدوونکی هېواد دی

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد ادارې    د ۲۰۲۵ کال په خپل تازه نړيوال راپور کې ويلي، چې افغانستان لا هم د نړۍ د افیون د سترو توليدوونکو هېوادونو څخه دی، سره له دې چې سږکال د پوست (کوکنار) کرنه ۲۰ سلنه راکمه شوې ده. د ادارې په وينا، د وچکالۍ، موسمي بدلونونو او د طالبانو د جزوي بندیزونو سربېره، په افغانستان کې د افیون توليد لا هم د نړيوالو مارکېټونو لپاره يو مهم سرچينه ده.

په افغانستان کې  د افیون کرنې شمېرې

راپور څرګندوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان شاوخوا ۱۰،۲۰۰ هیکړه  نژدې ۲۵،۲۰۵ جریبه) ځمکه د پوست د کرنې لاندې راغلې وه. په ۲۰۲۴ کال کې دا اندازه ۱۲،۸۰۰ هیکړه وه، چې د ۲۰۲۳ کال د ۱۰،۸۰۰ هیکړه پرتله ۱۹ سلنه زياته وه

په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۵ کال په پرتله د تېر کال د پوست کرنه ۲۰ سلنه کمه شوې، خو بيا هم د افیون ټوليزه توليد ۲۹۶ ټنه ته رسېدلې دې. د ادارې په وينا، د افغانستان توليد د نړيوال افیون سپلایی نږدې ۲۰.۲۳ سلنه جوړوي.

د افیون بيه او پر نړيوال اقتصاد اغېز

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افیون اوسطه بيه ۵۷۰ امريکايي ډالره فی کيلوګرام وه، چې دا د نړيوال مارکېټ د ثبات نښه ده. دا څرګندوي چې د افغانستان د عرضې او تقاضا بدلونونو سره سره، د نړيوال مارکېټ په عرضه کې کوم جدي ګډوډي نه ده راغلې.

کارپوهان وايي، د تېرو کلونو پاتې ذخیرې به تر ۲۰۲۶ پورې د نړيوالې تقاضا د پوره کولو لپاره بسنه وکړي، نو که کرنه موقتا کمه هم شي، بيا هم د افیون نړيوال شتون نه پرې کېږي.

د کرنې سيمه‌ييز بدلونونه: زابل، کنړ او تخار کې زياتوالی

راپور زياتوي، که څه هم د افیون کرنه په ټول هېواد کې کمه شوې، خو په زابل، کنړ او تخار ولايتونو کې يې برعکس زياتوالی موندلی. په دغو سيمو کې بزګرانو د وچکالۍ سره سره پوست ته تر نورو فصلونو زياته پاملرنه کړې، ځکه د دې ګټه زياته او د رسولو لاره اسانه ده

د راپور له مخې، د وچکالۍ له امله د غنمو، جوارو او پنبې کرنې ته سخت زيان اوښتی، نو بزګران د اقتصادي مجبوریو له کبله بېرته د پوست کرنې ته ورستانه شوي

نړيوال انځور: درې ستر توليدوونکي هېوادونه

په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ د افیون ټوليز توليد ۲،۱۴۰ ټنه اټکل شوی، چې تر ټولو ډېر يې د ميانمار، افغانستان او مکسیکو برخه ده

ميانمار: ۹۹۵ ټنه  ۴۶.۴۹٪  ، افغانستان: ۴۳۳ ټنه  ۲۰.۲۳٪  ، مکسیکو ۶۵.۵ ټنه  ۷.۷۳٪  ، لاؤس: ۶۰ ټنه ، کولمبیا: ۱۸ ټنه

که څه هم د افغانستان توليد راکم شوی، خو لا هم د نړۍ د افیون دوهم ستر عرضه کوونکی هېواد ګڼل کیږي.

د مصنوعي نشه‌يي موادو زياتېدونکې توليد

راپور يوه بله اندېښنه هم څرګندوي ،چې په افغانستان کې   د مصنوعي (سنتتيک) نشه‌يي موادو په ځانګړي ډول د آئس   توليد په چټکۍ سره زياتېږي.

په افغانستان کې جنايي شبکې او قاچاقي ډلې اوس آئس ته تر افیون زياته توجه کوي، ځکه دا مواد په لږو امکاناتو توليدېږي، پټ انتقالېږي او د ګټې کچه يې څو چنده لوړه ده.راپور وايي چې د آئس د جوړېدو بنسټيز مواد په افغانستان کې په اسانۍ موندل کېږي، او د هغوی د تدارک ډېره برخه د هند له صنعتي موادو سره تړاو لري، کوم چې قانوني توليدېږي، خو د قاچاق له لارې غيرقانوني شبکو ته رسيږي

 تحليلي کتنه: له پوست څخه تر مصنوعي موادو

کارپوهان باور لري چې د پوست کرنې کمېدل د افغانستان د نشه‌يي توکو په اقتصاد کې يو بنسټيز بدلون دی. د راپور له مخې، دا هېواد له بوټو پر بنسټ    اقتصاد څخه کيمياوي پر بنسټ  اقتصاد ته اوړي

دا بدلون نه يوازې اقتصادي بلکې امنيتي خطر هم لري، ځکه د مصنوعي موادو توليد د کوچنيو فابريکو او لابراتوارونو له لارې کېږي، چې کشف او تعقيب یې ستونزمن دی

همدارنګه، د آئس په څېر موادو نړيواله تقاضا په چټکۍ سره لوړېږي، او د افغانستان جغرافيايي موقعيت چې د منځنۍ آسيا، ايران، پاکستان او خليج هېوادونو ته نږدې دی، د قاچاق شبکو لپاره يو مناسب مرکز برابروي

د کارپوهانو نظرونه: “افیون له منځه نه دی تللی، بڼه يې بدله شوې ده

د نشه‌يي توکو د څېړنې کارپوهان وايي، د افغانستان د نشه‌يي اقتصاد د پای پر ځای د تحول پړاو ته داخل شوی

د کابل پوهنتون پخواني استاد او شنونکي ډاکټر حميدالله محسني وايي

 د پوست کرنه موقتي کمه شوې، خو د مصنوعي موادو اقتصاد يو نوی او خطرناک پړاو دی، چې د ټولې سيمې لپاره تباه کوونکی تمامېدای شي  

بل شنونکي زياتوي چې د افغانستان د نشه‌يي اقتصاد مرکز له کروندو څخه فابريکو او لابراتوارونو ته انتقال شوی، چيرې چې نه څارنه شته او نه دولتي کنټرول او دا ډیر خطرناک دې

د وچکالۍ او موسمي بدلونونو اغېز

په راپور کې ويل شوي چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو وچکالۍ او د بارانونو کمښت د افیون کرنه سخت اغېزمنه کړې. د ډېرو ولايتونو د زېرزمکني اوبو سطحه خطرناک حد ته راټيټه شوې، چې له امله يې توليد راکم شوی.

خو کارپوهان وايي، سره له دې چې اقليمي ستونزې زياتې شوې دي، د پوست اقتصاد به په بشپړ ډول له منځه ولاړ نه شي، ځکه دا د افغانستان د کلیوالو د ژوند له بنسټونو سره تړلی دی.

قاچاق او نړيوالې شبکې

راپور خبرداری ورکوي چې د افیون او آئس قاچاقي شبکې اوس لا پرمختللې او پټې شوې دي. د ايران، پاکستان، منځنۍ آسيا او ترکيې له لارو د نشه‌يي توکو لېږد روان دی، او له هغه ځایه اروپا، روسيه، خليج او ختيځه افريقا ته رسېږي.

راپور څرګندوي چې، که څه هم افغانستان د پوست په کرنه کې کموالی راوستی، خو لا هم د نړيوال افیون د توليد دوهم ستر مرکز دی.خو تر ټولو اندېښمنه موضوع دا ده چې افغانستان اوس د مصنوعي نشه‌يي موادو د نوې منډۍ په توګه راڅرګندېږي ، دا يو داسې بدلون دې چې نه يوازې د سيمې، بلکې د ټولې نړۍ د امنيت لپاره یو لوی خطر دې

Related Articles

نن په ډیره اسماعیل خان کې د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې دوه نور سرتیري سخت ژوبل شوي دي

November 30, 2025

د پاکستان بهرنیو چاروزارت په واشنګټن ډي سي کې د افغان لوري برید په کلکو ټکو کې غندنه کړې وه

November 30, 2025

په دې وروستیو کې د پیښور په صدر ایف سي هیډواکوارټر باندې د ځانمرګي برید درې بریدګر افغان وګړي وو او نادرا ددوی تابیعیت تاید کړې دې

November 30, 2025

څیړونکی وایي چی د مصر بهرنیو چارو وزیر دې سفر او پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونو سره به د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شی

November 30, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *