تازه خبرونه

   د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله تورخم نن په ۲۵مه ورځ هم تړلې ده

اقتصادي کارپوهان وایی د پاکستان او افغانستان قومي خزانو ته د بارډر تړلو له امله په کروړونو روپۍ زیان رسیږي
پاک افغان پوله تورخم د افغان کډوالو پر مخ خلاصه شوي ده او هره ورځ په سلګونو افغان کورنۍ افغانستان ته داخلیږي

د پاکستان او افغانستان سوداګرو له دواړو هیوادونو واکمنو غوښتنه کړې چې پوله دې د سوداګرۍ هلو ځلو لپاره خلاصه کړي

تورخم: پاک افغان پوله تورخم نن د چهارشنبې هم له تیرو ۲۵پینځو ویشتو ورځو راهیسي د دواړو لوري سوداګریزو هلوځلو پر مخ تړل ده، په دواړو لوري د تجارتی توګو ډک ګاړي بند پاتې دي چې له امله ی  سوداګرو او د دواړو هیوادونو اقتصاد ته ډیر زیات مالي زیان رسیږي.

د پاکستان او افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې  مشر ضیاالحق سرحدي وایی د سرحدونو تړولو له امله د دواړو هیوادونو اقتصادي ته ډیر زیان رسیږي، هغه غوښتنه وکړه چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید له خبرو اترو له لارې شخړه هواره کړي او پوله د سوداګرۍ لپاره خلاصه کي

  په دې وروستیو کې د ایف بي ار، فیډرل بیورو اف ریونیو، د محصولاتو وفاقي محکمې له لوري یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د صادراتو په برخه کې، د سرحد د بندېدو له امله ۲۵۵ موټرې چې دایکسپورټ توکو بار دي د توره خم ټرمینل دننه ولاړې دي، او شاوخوا ۲۰۰ موټرې د جمرود ــ لنډي کوتل پر سړک بند پاتې دي، د ټرکونو ډرایوران وایی دوی له سختو ستونزو سره مخ دي، ډرایورانو رسنیو ته ویلي دی دوی د سرحد تړلو له امله ډیر زیات مالي زیان روان دي او دواړو لوري باید پوله د سوداګرۍ فعالیتونو پر مخ خلاصه کړي چې موږ د نور زیان څخه بچ شو

د پاکستان او افغانستان سوداګرو او اقتصاد پوهانو ترمخه په تورخم پوله ۷۰ کروړو – ا ملیارده روپیو تجارت کیږي او نن ۲۵ورځ ده چې سرحد تړلې دې او دوی د کروړونو روپیو زیان سره مخ شوي دي، غوښتنه ی وکړه چې سرحد یاد د سوداګریز فعالیتونو پر مخ خلاص کړي

نورخبرونه: افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *