تازه خبرونه

افغان طالبان خپلې ژمنې ماتوي: د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان دفاع وزیرخواجه آصف په افغان طالبانو نیوکې کړي او ویلي ی دي چې دوی په افغانستان کې واک ترلاسه کولو څلور کاله وړاندې هم کړې ژمنې ماتې کړي دي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې شخړې له امله ټول سرحدونه د سوداګرۍ پر مخ تړلې دي

د دفاع وزیر خواجه آصف وایی که چرې افغان خاورې څخه په پاکستان برید شی نو پاکستان به ورته کلک ځواب ورکوي

اسلام‌اباد :  د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف د افغان طالبانو د وروستيو ګمراه‌کوونکو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، د افغان وزیرخارجه بیان ی رد کړې دې او ويلي دي چې د پاکستان سياسي او پوځي مشرتابه بشپړه هم‌غږي لري ،زیاته کړې ی ده چې پاکستان به په سرحد د ترهګرو پر ضد اقدام ته دوام ورکړي

  خواجه آصف  په اېکس ، پخوانی ټويټر  څرګنده کړې ده  چې افغان طالبان د هند تر نفوذ لاندې پراکسي‌ډلو له لارې په پاکستان کې د  ترهګرۍ په فعاليتونو کې ښکېل دي، او د طالبانو حکومت په داخلي توګه د ګډوډۍ او بې‌ثباتۍ سره مخ دی۔

  د ده په وينا افغانستان کې  د ښځو، ماشومانو او اقليتونو پر ضد ظلم او جبر د طالبانو اصلي څېره ده۔ ده زياته کړه چې د واک تر څلور کلونو وروسته هم طالبان نړيوالو ژمنو ته وفادار نه دي پاتې شوي او اوس د بهرنيو عناصرو د ایجنډا پر اساس عمل کوي۔

  خواجه آصف وويل، د پاکستان سياسي او پوځي قيادت يو نظر لري او د افغانستان په اړه د پاکستان ملي تګلاره په ملي ګټو او سيمه‌ييز ثبات ولاړه ده،  ده څرګنده کړه چې پاکستان به د سرحد‌پراړخيزې ترهګرۍ پر ضد کلک ګامونه پورته کوي، ځکه چې درواغجن بيانونه حقايق نه شي بدلولای، د پاکستان دفاع وزیر ویلي دي چې  باور هغه وخت بيا ټينګېږي چې عملي اقدامات وشي، زیات کړې ی ده چې باور د تشو تبليغاتي ويناوو له لارې نه شي ټینګیدلې

يادونه ده چې تر دې وړاندې پاکستان د افغان حکومت د وياند ذبيح‌الله مجاهد هغه بيان رد کړی و چې د استانبول خبرو اترو په اړه يې ورکړی و۔ د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ويلي، افغان وياند د خبرو حقايق بدل کړي دي ، حال دا چې اسلام‌اباد له کابل څخه غوښتنه کړې وه چې د افغان خاورې پر هغو وسلوالو ډلو عملي اقدام وکړي چې د پاکستان پر ضد ی کاروي۔

وزارت زياته کړه چې کله پاکستان ددې ترهګرو د نیولو غوښتنه وکړه ،  او د افغان اړخ په دعوی سره ی ددې ترهګرو پاکستان ته ورکولو وړاندیز وکړو نو پاکستان دا هم څرګنده کړه  چې د سرحدي تګ نقطو له لارې  دې د ترهګرو  قانوني سپارل وشي

نورخبرونه


وزير دفاع خواجه آصف معرکه حق دوران د پاکستان الوتکې غورځولو په حواله د هند د ائيرچيف دعوې مسترد کړېدي

د شخړې بنسټ: د ټي ټي پي لوري افغان خاوره د پاکستان په ضد کارول

Related Articles

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *