تازه خبرونه

پاکستان کې د هند استخباراتي ادارو لوري  ترهګریز فعالیتونه او پلانونه بربنډ شول

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ ویلي دي چې د پاکستان استخباراتو دهند لوري د ترهګریز پلانونه عملي کولو مخه ونیوله او ددوی پلانونه ی بربنډ کړي دي

1 min read

د پاکستان چارواکو په ډاګه کړې ده چې دا ثبوته ی نړیوال فورمونو ته وړی او نور به ی راښکار کړي چې نړي ته د هند اصلي ترهګریز مخ ښکار شي

دا لومړۍ خل نه دې له دې وړاندې هم په پاکستان کې ډیر هندي جاسوسان نیول شوي او په پاکستان کی ی د ترهګریز پلانونه اعتراف کړې دې

November 1, 2025

د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا د پاکستان په ضد د  هند يو بل ترهګريز پلان شنډ شوې، هند استخباراتي ادارو د “آپريشن سندور” د ناکامۍ وروسته د پاکستان پر ضد  نوې سازشونه پیل کړي دي

په اسلام‌اباد کې د يو ګډ مطبوعاتي غونډې پر مهال د اطلاعاتو وزير عطا محمد تارړ او د کورنيو چارو د وزير مملکت طلال چوهدري وويل چې د پاکستان امنيتي ادارو د هند دغه تازه سازش وختي کشف او ناکام کړ، او د هند لپاره جاسوسي کوونکي اعجاز چې یو ماهي نیوونکې دې، د هغه  اعترافي ويډيو يې هم خپره کړه

عطا تارړ وويل چې د “آپريشن سندور” له ناکامۍ وروسته هند د جعلي تبليغاتي مهمونو پيل وکړ. د هند استخباراتي ادارو د اعجاز په نوم يو پاکستانۍ ماهي نیوونکې له سمندره ونيولو، هغه يې نامعلوم ځای ته يووړ او د جاسوسۍ لپاره يې ورنه غوښتنه وکړه او ګواښ ی ورکړو ، که کار ونه کړې، جېل ته به ولاړ شې۔

اعجاز په ویډیو کې دا اومنله چې هغه ته امر شوې وو چې د پاکستان د پوځ، بري ځواک او رېنجرز يونيفورمونه، د موبايل سيمونه او زاړه د۵۰ او ۱۰۰ روپۍ نوټونه هم راټول کړي، وې ویل چې بیا مې ددې ټولو توکې تصویر د هند  استخباراتي افسر اشوک کمار ته ولیږل، وې ویل چې  د اکتوبر په مياشت کې د هند پر لور روان شو، د پاکستان امنيتي ادارو هغه  ونیول

عطا تارړ وويل، اعجاز نيول دا ثابته کړه چې د پاکستان استخباراتي او امنيتي ادارې د هېواد د پولو د دفاع او امن لپاره بشپړ بيدارې  او چمتو دي او د هند ټولې هڅې چې ددې هیواد په ضد دوام لري ، د ناکامۍ سره به ی مخ کړي

ده زياته کړه چې د هند د پاکستان ضد مهمونه د هغه د ديپلوماټيک او پوځي ناکاميو ښکاره نښه ده۔ پاکستان د نړيوال وقار او اعتبار په لور روان دی، او هند دا نه شي زغملای نو ځکه ی د پاکستان په ضد جعلي پروپیګنډې پیل کړي دي  

د وزير په وينا، هند د ګجرات او ګچهه  ترڅنګ د پوځي تمرينونو په پلمه د پاکستان پر ضد تخريبي فعاليتونه پيل کړل،  دا تمرينونه د پاکستان ضد پروپیګنډا او د جاسوسۍ د پټ پلان برخه وه۔ د پاکستان امنيتي ادارو د هند د استخباراتي شبکې دا سازش شنډ کړ

د طلال چوهدري څرګندونې

وزير مملکت طلال چوهدري وويل چې لومړی د هند پلان آپريشن سندور و، اوس يې  آپريشن پروپيګنډا پیل کړې دې، هغه زياته کړه چې د پاکستان رسنيو د حق او رښتينولۍ جګړه نړيوال ډګر ته يووړه، او دا لومړی ځل نه دی ، له دې وړاندې ی هم د پهلګام په کيس کې د چينايي سېټلايټ فون جعلي کيسه جوړه شوې وه۔

په دې مطبوعاتي غونډه کې د اعجاز ملاح او د هغه د هندي ملاتړ لرونکو  تر منځ د تليفوني خبرو غږيز پيغامونه هم خپاره شول۔عطا تارړ وويل، پاکستان دا موضوع نړيوالې ټولنې ته رسوي، څو د هند دا نوې ترهګريزه هڅه د نړۍ مخې ته راشي۔ ده زياته کړه چې کله چې د جعفر ایکسپریس پېښه وشوه، ددې ترهګریز پیښې  ویډیو تر ټولو لومړی د هندي ټلويزيونونو پر سکرین خپره کړې شو او اوس افغان وزیرخارجه هم د هند په اشاور له کشميره بيانونه ورکوي، نوموړي په افغان چارواکو طنزینه نیوکه وکړه  چې ددوی خو هیڅ کوم اهمیت نشته

Related Articles

تورخم پوله شل ورځې تړلو وروسته نن افغانستان ته واپس تلونکو کورنیو پر مخ پرانستل شوه

November 1, 2025

د هند کرکټ بورډ لوري یو راپور ترمخه ،دوی به د آسیا اتلولۍ جام نه اخستلو لانجه د کرکټ نړیوال کونسل غونډه کې راپورته کړي

November 1, 2025

په تورخم کې سرکاري سرچینو تاید کړې چې د تورخم اړوند ادارو کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې نن په ۱ لومړي نومبر خپلو دفترونو کې حاضر شي

November 1, 2025

په تورخم کې سرکاري سرچینو تاید کړې چې د تورخم اړوند ادارو کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې سبا حاضر شي

October 31, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *