تازه خبرونه

د هلمند بهرامچې څخه ۹۲ افغان کورنۍ د افغانستان بیله بیلو سیمو ته لیږل شوي

د افغان طالبانو حکومت افغان مهجرینو په اړه خپور راپور کې وایی دوی دې افغان کورنیو سره مالي مرستې کوي
پرون پاکستان لوري افغانستان ته واپس تلونکو افغان کورنیو لپاره د تورخم دروازه پرانستل شوه

افغان مهاجرنیو اړوند اداره وایی چې د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

د افغان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۷هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۷هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوو افغان کورنیو په اړه ورځنۍ راپور خپور کړ دې  

د اسلام کلا له لارې (۷۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳۵) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶۷) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۰۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۴۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۲)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۶۶)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي

له نیمروز څخه (۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳)تنه و، هرات ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۷۰۰۰) کرایه  ورکول شوې ده، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۰)کورنیو سره مجموعًا (۹۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۹۱۴)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۴۳)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د سپین بولدک له لارې (۹۵۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۰۰۵)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. له سپین بولدک څخه (۷۵۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۲۴)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۶۶۰۶۱۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده,د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۴۳)کورنیو سره مجموعًا (۹۶۱۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۷۱۷۳)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۳۷)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د بهرامچې له لارې (۱۵۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۵۰)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

 د هلمند له بهرامچې څخه (۹۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۸۰)تنه و، لښکرګاه، خانشین، دیشو او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۱۱۶۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۶)کورنیو سره مجموعًا (۱۰۷۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

له کابل څخه (۵۱۳)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۹۶)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۹۵۹۸۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د ټولو کمیټیو راپور لاندې ورکړل شوې.

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۱۲۲۰)کورنۍ او (۶۴۶۲)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۱۴۵۲)کورنۍ او (۷۹۰۳)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۱۴۱۲)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۱۰۸۰)عــــدده

Related Articles

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *