کونړ سیند د افغانستان له سترو سیندونو څخه دی چې د افغانستان د نورو سیندونو په څېر یې له اوبو چندان ګټه نه ده اخیستل شوې او اوبه یې وړیا د ګاونډیو هېوادونو د کارخونو څرخونه څرخوي. افغانستان د دومره پرېمانه او سرشاره اوبو باوجود هم لا برېښنا له ګاونډیو هېوادونو پېري. که د افغانستان له اوبو سمه ګټه اخیستل شوې وای، نو یوازې د برېښنا له پلوره مو هم سلګونه میلیونه ډالر عاید لاسته راوړلی شوای او اړ به نه و چې له ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو د میلیونو ډالرو برېښنا وپېرو.
د کونړ د سیند ټولټال اوږدوالی ۴۸۰ کیلومټرو ته رسیږي چې نږدې ټول دننه په افغانستان کې بهیږي. د کونړ سیند له زرګونو کلونو راهیسې په خپل مسیر بهېدلی او د افغانستان هېڅ حاکم نظام او نه هم کوم زعیم دغه سرشاره او یاغي اوبه د افغانستان پر سپېرو دښتو او بیدیاوو ورسمې کړي دي. لکه څنګه مو چې وړاندې وویل، له دې سیند څخه افغانانو هغسې ګټه نه ده اخیستې، کومه چې پکار وه. حتی ویلی شو چې له کونړ سیند څخه زموږ ګټه په صفر حساب ده. کله هم چې د کونړ نوم اخیستل کیږي، نو پیوست ورسره د کونړ د سیند یادونه ضرور کیږي. د کونړ مرکز اسعد اباد دی چې تاریخي نوم ېي چغانسرای دی، چې وروسته چغه سرای، او بیا په رسمي ډول اسعد آباد ونومول شو. په خپله د کونړ سیند په ګڼو تاریخي او جغرافیوي اثارو کې د (راسا) په نوم یاد شوی دی
له تاریخي لحاظه کونړ کې هم محلي واکمنۍ تېرې شوي او دا خاوره ډېر وخت د جګړو او وژنو تاریخ لري. آن د ۱۹ پېړۍ ترپایه ددې ولایت مرکز پشد و چې د محلي واکمنانو له خوا به اداره کېده او وروستی واکمن یې سید محمود پاچا نومېده. ویل کیږي چې د نوموړي په واکمنۍ کې د اوسنۍ پښتونخوا مومند ایجنسۍ، باجوړ، سوات، او بونیر علاقې شاملې وې
د کونړ د سیند د اوبو حجم، سرچینې او حقوقي حیثیت
د کونړ سيند په بنسټیزه توګه له دوو مهمو سيندونو څخه جوړشوی دی. لومړی ښاخ ېي د اسمار يا لوی سيند په نومونو ياديږي، دا سیند د خيبر پښتونخوا د چترال په شمال کې دهندو کُش له يخچالونو او واورو څخه سرچينه اخلي او د (دارنوۍ)په منطقه کې د اوسني افغانستان خاوري ته داخليږي. دا سيند د کونړ د سيند د اوبو ۶۰ -۷۰ سلنه کلنۍ اندازه تشکيلوي. د کونړ سیند دویم مهم ښاخ د پېچ سیند دی چې په مرکزي نورستان کې د هندوکش د غرونو له يخچالونو څخه سرچينه اخلي، د نورستان او پېچ درې ځمکې خړوبوي او په اسعداباد کې له اسمار يا لوی سيند سره يوځای کيږي. د کونړ سيند دننګرهار د ثمرخيلو په سیمه کې د کابل له سيند سره يو ځای کيږي او بالاخره په اټک کې د اباسین له سیند سره چې پخوا یې اندوس دریاب هم باله، یو ځای کیږي. دا سیند له همدې لارې کراچۍ ښار ته داخلیږي او د عرب په سمندر کې توېیږي. ښایي هېښنده وي چې د کونړ د سیند له شاوخوا ۱۱ میلیارده متره مکعبو اوبو څخه پاکستان وړیا ګټه اخلي. د کونړ سیند په اعظمي ډول په هره ثانیه کې ۱۰۸۰ متره مکعب اوبه بهیږي، که چېرته په دې سیند د برېښنا بند جوړ شي اړتیا به نه وي چې افغانستان له نورو هېوادونو برېښنا وارده کړي
پر کونړ سیند د بندونو جوړولو شونتیا او اړتیا
کونړ سیند، کونړیانو ته یوه الهي ډالۍ ده. که داسیند نه وای، نو د کونړ درې به په تنور بدلې شوې وای او له وچکالۍ به پکې چا ژوند نه وای کړی
د افغانستان مرکزي حکومتونو وخت په وخت د کونړ د یاغي اوبو د مهار تکل کړی خو تر دې دمه هېڅ نظام ددې اوبو په راګرځولو کې بریالی شوی نه دی. ویل کيږي چې پر کونړ سیند د بندونو جوړولو طرحه د سردار محمد داود خان په خپل پنځه کلن پراختیايي پروګرام کې شامله وه. شهید داوود خان غوښتل د سورطاق په سیمه کې پر دې سیند د برېښنا یو لوی بند جوړ کړي. اټکل کېده چې له یاد بند څخه به شاوخوا( ۱۵۰۰) میګا واټه برېښنا ترلاسه او د افغانستان نننۍ اړتیا به پوره کړي، خو هېواد کې د اړدوړ زیاتېدو د سردار داوودخان او افغانانو دا ارمان خاورې کړ. همدا اوس افغانستان ۱۴۰۰ مېګاواټا برېښنا مصرفوي، چې ۶۰۰ مېګاواټا يې پخپله په افغانستان کې تولیدیږي او پاتې ېي د ۲۸۰مليونو ډالرو په بدل کې دمنځنۍ آسیا له هېوادونو او ايران څخه اخلي. د اټکل له مخې کونړ سیند د ۲۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري په دې مانا چې که د کونړ سيند د برېښنا له ټول ظرفيت څخه ګټه واخيستل شي او د افغانستان پر بل هېڅ سیند بند جوړ نه شي؛ د برېښنا د توليد داخلي ظرفيت ۲۸۰۰ ميګاواټو ته لوړېدلی شي، نو له کورني لګښت څخه ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا زیاتیږي او همدا برېښنا بېرته په ګاونډیو هېوادونو پلورلی شو
که یوازې هغه دوه بندونه، چې همدا اوس ېي سروې شوې ده، جوړ شي ۱۵۰۰ ميګاواټه برېښنا تولیدولی شي چې نه يوازې د ټول کونړ کلیو او بانډو ته به برېښنا ورکړي؛ بلکې د افغانستان ټولو ولایتونو ته کافي برېښنا ورکولی شي. دا دی له کلونو کلونو وروسته د کونړ د سیند د مهار خوب رښتیا کیږي. د کونړ د اوبو مدعا په داسې مهال کې کیږي چې کابل کې د پردیو هېوادونو جاسوسان حاکم نه دي او په خپله افغاني روحیه د کونړ د مهار خبره کوي. د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور ویلي چې د ا.ا مشرتابه د اوبو او انرژۍ وزارت ته لارښوونه کړې، چې هر څومره ژر کېږي، پر کونړ سيند د بندونو جوړولو کار پيل کړي
د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور ویلي چې افغانان حق لري خپلې اوبه مدیریت کړي
ښاغلي منصور وړاندې زیاته کړې، دا تاریخي پرېکړه د اوبو ملي زېرمو د مدیریت لپاره د افغانانو پیاوړې اراده څرګندوي. اوبو او انرژۍ وزیر ویلي و چې بهرنیو شرکتونو تل پر دې سیند د پانګونې خبره کړې، خو بیا له خپلو ژمنو پر شا شوي دي د نوموړي له قوله، دې برخه کې باید کورنیو شرکتونو سره تړونونه وشي او بهرنیو شرکتونو ته باید انتظار ونه ایستل شي
د یادونې وړ ده چې افغانستان د اوبو له کبله بډایه هېواد دی چې تقریبا کلنی جریان یې ۷۵ میلیارد متره مکعبه کیږي. له همدې اوبو خپله افغانستان کې ۳۰ سلنه هم په مصرف نه رسیږي او نږدې ټولې اوبه ګاونډیو هېوادونو ته وړیا بهیږي. بدبختانه د افغانستان هر حکومت د اوبو په مهار کې پاتې راغلی. حتی د کونړ سیند جوړېدو خو دومره سیاسي بڼه غوره کړې وه، چې نوم اخیستل یې هم ګران و. اوس دا دی افغان حکومت کلک هوډ کړی چې د افغانانو دې لوی ارمان ته به تحقق وربښي او افغانستان به نور د برېښنا له احتیاجۍ خلاصوي