تازه خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره مهمه لیدنه

شهباز شریف د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده سره د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې پیاوړې کولو او په یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې کړي
شنونکي د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سعودي عربستان ته دا سفر ډیر مهم بللې

وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې د اسلام سپیځلي دین لارې پیاوړې دي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي دي چې د سعودي عرب د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ليدل ورته ډېره خوښي ورکړه.

لومړي وزير دا خبره په ټولنيزو رسنيو کې په خپاره شوي پيغام کې کړې ده. نوموړي زياته کړه چې د ملاقات پر مهال دواړو مشرانو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکارۍ د لا پياوړتيا پر اقداماتو مفصل بحث وکړ.

د شهباز شريف په وينا، دواړو هېوادونو د ورورولۍ پر بنسټ ولاړ اړيکو د لا پياوړتيا او دوام ژمنه تکرار کړه. لومړي وزير د سعودي وليعهد د بې‌ساري ملاتړ مننه هم وکړه.هغه وويل، دی د شهزاده محمد بن سلمان منندوی دی چې د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ د شراکت، ورورولۍ او ګډې سوکالۍ د ليدلوري د پياوړتيا لپاره يې اغېزمن رول لوبولی.

يادونه بايد وشي چې دا ليدنه په رياض کې وشوه چې پکې د پاکستان د پوځ مشر فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم ګډون وکړو،  دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ د سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې کله شهباز شريف د قصر يمامه ماڼۍ ته ورسېد، نو شهزاده محمد بن سلمان د هغه او د ده د پلاوي تاوده هرکلی وکړ.د پاکستان لومړی وزير د سعودي وليعهد د ځانګړې بلنې په اساس رياض ته تللی، او هلته به د فيوچر انوېسټمنټ انيشيېټو نهمې نړيوالې غونډه کې هم ګډون کوي.

دا هم باید یادونه وشی چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ په دې وروستیو کې لویه دفاعي معاهده شوې ده چې له مخې ی دا ژمنه شوې چې په دواړو هیوادونو کې که په یو هیواد برید شي نو دا به د بل ملګري هیواد باندې برید ګڼل کیږي

نورخبرونه

پاکستان او سعودي عرب ترمينځ د سټريټجکي دفاعي تړون تاريخې معاهده،

 پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ تاریخي دفاعي تړون

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *