د ضلع خیبر په تاریخ کې لومړۍ خل لیدل کیږي چې ددې سیمې څخه سهیل افریدي د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی په توګه ټاکل شوي دې خو له بده مرغه سهیل افریدي ترواسه په خپله کابینه جوړولو کې نه دې بریالۍ شوې.
په سوشل میډیا باندې د سهیل افریدي په ضد د ضلع خیبر ځوانان او د بیله بیلو سازمانونو مشرانوسختې نیوکې کوي او غوښتنه کوي چې باید سهیل افریدي په عوامي مسلو توجه وکړي او د عمران خان په څیر ضد پریږدي.
په ۲۵م اکتوبر وزیراعلی سهیل افریدي د ضلع خیبر په تحصیل باړه کې امن جرګې ته وینا وکړه خو ددې سیمې اولس ددې وروسته سخت د مایوسۍ او خفګان څرګندونه وکړه ځکه هغه په دې ضلع کې د کومې لوی پرمختیایی پروژې اعلان و نه کړو. د خیبر پښتونخوا اولس او په ځانګړي توګه د ضم ضلعو خلک د ژوند یو شمیر ستونزو سره مخ دي، په قبایلي سیمو کې د سکولونو نشتوالې دې، په موجوده سکولونو کې د استاذانو کمې دې، که وکتل شوي نو په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو سرکاري سکولونو کې د پیرنټس ټیچرز کونسل بینکونو اکاونټونو ته مالي فنډر ورکړل شوې وو او له دې فنډ څخه ی د پرایمرۍ سکولو لپاره عارضي استاذان واخستل خو دا منصوبه وس ختمه کړې شوې ده او قبایلي سیمو په شمول د ضلع خیبر په سرکاري پرایمري سکولونو کې هم د استاذانو کمې دې چې له امله ی د سرکاري پرایمري سکولونو زده کوونکې د زده کړو بې برخې کیږي. په داسې وخت کې نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي له په کار دې چې د ضلع خیبر په سرکاري پرایمري سکولونو کې استاذان وټاکي، نوي د پرایمري ،مډل او هایی سکولونو لپاره د نوې استاذانو اخستلو اعلان وکړې او په عملي توګه دا استاذان په دې سکولو کې وټا چې ددې سیمې زده کوونکي هم لکه د نورو سیمو په څیر په ښه او معیاري ماحول کې زده کړې وکړي چې د قوم او وطن لپاره په راتلونکي کې خپل مثبت رول ولوبوي.